د کابل ځينې اوسېدونکي برېښنا شرکت باندې نیوکه کوي او وايي چې دغه شرکت برېښنا په عادلانه توګه نه وېشي.
هغوی وايي، کلکان ولسوالۍ کې د برېښنا د ستونو په ویجاړېدو سره برېښنا نه لري، په داسې حال کې، چې زورواکي څلرویشت ساعته برېښنا لري.
د برېښنا شرکت ویاند وايي، ډېر ژر به د کابل د برېښنا شبکې سره وارداتي برېښنا وصل شي چې تر یوه حده اړتیاوې پوره کولای شي.
د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د بریښنا د ستنو په ویجاړېدو سره بریښنا شرکت د دغو ستنو د بېرته رغولو موده شل ورځې اټکل کړې ده.
د دغه شرکت مسوولان وایي چې اوسمهال د پلازمېنې د بریښنا په شبکه کې د بریښنا له کموالي سره مخ دي.
خو د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي پر برېښنا شرکت نیوکه کوي او وایي چې دغه شرکت د زورواکو، حکومتي چارواکو او ماڼۍ مېشتو کورونو ته پوره برېښنا ورکوي، په داسې حال کې چې د پلازمېنې لېرې پرتې سیمې له یو شواروز راهیسې برېښنا نه لري.
د کابل اوسېدونکی منصور عمري وویل:«داسې زور واکي وینو چې حتا د برېښنا بل هم نه پرې کوي، خو بیا هم ۲۴ ساعته برېښنا لري، خو خوار او غریب خلک هېڅکله له دغې برېښنا نه برخمن کېږي.»
خو د برېښنا شرکت مسوولان وایي هڅه کوي چې د برېښنا په شبکه کې له شته امکاناتو نه په ګټې اخیستو سره د دغه شرکت ټولو مشترکینو ته یو راز برېښنا ورسول شي.
د بریښنا شرکت ویاند سنګر نیازی څرګندوي:«د سیمو مسوولانو ته د برېښنا شرکت لارښونه دا ده چې د روژماتي او پشلمي په وخت کې خلکو ته برېښنا ورکړي. همدارنګه د ورځې په لړ کې به متوازه او نوبتي بڼه ټولو سیمو ته ورسوي.»
د برېښنا شرکت د ورکړلو شویو شمېرو له مخې اوس مهال پلازمېنه ۵۳۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوس مهال له دې منځه ۱۵۰ میګاواټه وارداتي برېښنا، ۹۵ میګاواټه د اوبو برېښنا او شپېته میګاواټه یې حرارتي برېښنا شته.