تېر کال، کورونا وبا، د هوایي چلند صنعت بېساری ټکنی کړ.
له دې ډلې د اماراتو د هوایي چلند شرکت مسوولین وایي، تېر کال یې د سپرلۍ شمېر اویا سلنه کم شوی وو او د هوایي چلند، ګڼو هوایي شرکتونو خپلو کارکوونکو ته ځواب ورکړی وو.
هوايي شرکتونه وایي، د کورونا وبا له کبله، بېلابېلو هېوادونو شرایط سخت کړي، چې ورسره هوایي شرکتونه له ستونزو سره مخامخ دي.
د اماراتو شرکت د عامل رییس شیخ احمد بن سعید المخطوم وویل:«له بده مرغه موږ خپل ډېر شمېر مسافر له لاسه ورکړي دي... خو خوشبینه یوو چې ډېر ژر وضعیت ښه شي او موږ د مسافرو د زیاتوالي شاهد یوو.»
د اماراتو هوايي چلند شرکت د نړۍ یو له څو مشهورو شرکتونو څخه دی. د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، دغه شرکت د کال په ټولنه نړۍ کې څه باندې ۵۸ مېلیونه مسافر لېږدوي.
د دغه شرکت چارواکي وايي د دې سربېره چې هڅه کېږي وضعیت ښه شي او ټولې نړۍ ته الوتنې له سره پيل شي، خو د کورونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ځينو هېوادونو ستونزمن شرایط د دوی په وړاندې یوه جدي ننګونه ده.
شیخ احمد بن سعید المخطوم زیاته کړه:«زموږ ډېر تمرکز په دې دی چې واقعاً د تېر په څېر د اماراتو هوايي چلند شرکت د نقشې پر مخ بېرته راستون کړو. د دغه کار دلیل دا دی چې موږ د دغه کار په ترسراوي قادر نه یوو. خو په ټولنه نړۍ کې د الوت د اجازې لپاره د ځينو دولتونو محدودیتونه، او د روغتیا په برخه کې د ځينو هېوادونو سخت دریځه اقدامونه اوسنۍ ننګونې دي.»
د اماراتو هوايي چلند چې یو دولتي شرکت دی له دې مخکې د مالي ستونزو او د نقدینګۍ ناورین د مخنیوي لپاره کابو دوه مېلیارده ډالره یې د عربي متحده اماراتو له حکومته مرسته ترلاسه کړه.