Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تازه‌میوو کمزوری بازار او د سوداګرو اندېښنې

د تازه‌‌میوو سوداګر وایي، له ګاونډیو هېوادونو تازه‌میوې ډېرې راواردېږي، چې له کبله یې د دوی کاروبار ټکنی شوی دی.

د تازه‌میوو او په ځانګړو توګه د هندواڼې او خټکیو د راټولولو د وخت پیل سره، ځینې سوداګر شکایت کوي، چې د تازه‌میوو بازار نه‌شته او پاکستان سره ټرانزیټي ستونزې دي.

بل‌خوا د کابل میوې منډوي کې د هندواڼې پلورونکي وایي، اوس‌مهال د اووه کیلو فراهۍ هندواڼې بیه تر ۵۰ افغانیو ده.

سوداګر وایي، د هوایي دهلیزونو له‌لارې صادرات کم دي او ګاونډیو هېوادونو سره ټرانزیټي ستونزې دي، نو دوی اندېښمن دي، چې سږکال به د میوو د صادراتو له‌اړخه تر ټولو بد کال وي.

د تازه‌میوو یوه سوداګر محمد ظاهر وویل:«کله‌چې جلال اباد کې د هندواڼو وخت شي او کابل ته ترې یو موټر راشي، نو ورسره له پاکستانه لسګونه او سلګونه موټرې راځي.»

سهراب هم په کابل کې تازه‌میوه پلوري، هغه ویلي: «په کومو ولایتونو کې چې هندواڼې کېږي، د فراه په ګډون، نو هلته چې کوم کروندګر دي، هغوی همغږي نه‌لري، چې څه وخت هندواڼې راټولې کړي.؟»

په ورته وخت کې د افغانستان د خونو فډراسیون وایي، افغان حکومت باید له همدااوسه، ټرانزیټي ستونزې هوارې کړي او د میوو صادراتو ته لار برابره کړي.

د افغانستان د خونو فډارسیون مرستیال خان‌جان الکوزی وایي:«ګاونډیانو سره زموږ ټرانیټي ستونزې په‌خپل ځای دي. صادراتو او وارداتو برخه کې مو ستونزې هماغسې پرتې دي. هوايي دهلیز هم د کورونا له کبله ستونزو سره مخامخ دی.»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت په‌دې هکله څه نه‌وايي.

افغان سوداګر د صادراتو مخه‌کې پرتو ستونزو ته په اندېښنه وایي، سږکال په ځینو هغو ولایتونو کې چې تازه‌میوې ډېرې شوې دي، هلته ناامنۍ دي او دا به یو بل سرخوږی وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه