Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برېښنا پرې کېدل او د برېښنا شرکت میلیونونه افغانۍ تاوان

د برېښنا شرکت مسوولین وایي، د ۴۰۰ میګاواټه وارداتي برېښنا پرې کېدو سره، دې شرکت ته، د هر ساعت په حساب دوه میلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ تاوان اوړي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې، چې نن (پنج‌شنبه د غبرګولي په ۱۳ مه) د کابل قره‌باغ ولسوالۍ کې د پرې شوې برېښنا مزي بېرته ونښلول شي.

د پروان په سالنګ کې د برېښنا د دوو ستنو د نړولو تر ناکامې هڅې څلور ورځې وروسته، ناپېژاندو کسانو د سه‌شنبې پر شپه، د کابل قره‌باغ ولسوالۍ کې د برېښنا یوې ستنې ته چاودنه ورکړه. په تېره څه کم یوه میاشت کې، دا د برېښنا ۱۱ مه ستنه ده، چې د کابل شمال او پروان کې په نښه شوې.

له پینځو ولایتونو د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي د کابل قره‌باغ ته د برېښنا د دغې ستنې، بېرته رغولو لپاره ورغلي دي.

په دې هکله د برېښنا شرکت د لوړ ولټاژ عمومي امر خوشحال صافي ویلي: "موږ ته دوه ډوله تاوان اوړي. یو د برېښنا د پرچاوۍ له اړخه تاوان دی، چې زموږ د سوداګرۍ څانګې اړوندېږي. بل د تجهیزانو او فزیکي کار تاوان دی، چې یوازې د دې ستنې نړېدو له کبله شاوخوا ۱۰۰ زره ډالر تاوان رارسېدلی. "

برېښنا شرکت له ترکیې، هند او ایران څخه د برېښنا ستنې راواردوي او په کور دننه یې تړي.

برېښنا شرکت د هر کال په حساب، د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت برېښنا پېري.

د وارداتي برېښنا پرې کېدل، نه یوازې دا چې په برېښنا شرکت د برېښنا پېرلو بې‌ځایه پیسو بوج راوړي، بلکې نورو بېلابېلو تاوانونو سره یې هم مخامخوي.

په دې هکله د برېښنا شرکت ویاند سنګر نیازي ویلي: " د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا پرې کېدو سره، د هر ساعت په حساب، برېښنا شرکت ته ۲.۷ میلیونه افغانۍ تاوان اوړي. "

د برېښنا پرې کېدل عامو خلکو ته هم سرخوږی جوړوي، قره‌باغ ولسوالۍ کې د حسیب الله په نوم یو بڼوال وایي، د برېښنا ستنې ته چاودنې ورکولو سره یې نږدې ۴ سوه زره افغانۍ تاوان کړی.

حسیب الله ویلي: " د انګورو هره ځېلۍ ۱۰ زره افغانۍ ارزښت لري. تر کومه چې مې حساب کړی، د برېښنا د ستنې نړېدو سره د انګورو لسګونه ځېلۍ وچې شوې دي. د بڼ دېوال یې هم (د برېښنا د ستنې د بېرته جوړولو د وسایلو ځای‌ پر ځای کولو) له کبله نړولی دی. "

په ټوله کې تېرو دوو میاشتو کې، په کابل، پروان، کاپیسان، کندوز او بغلان کې، د برېښنا ۲۰ ستنو ته چاودنې ورکړل شوې دي.

برېښنا شرکت وایي، له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ میګاواټه وارداتي برېښنا پرې کېدو سره، دا شرکت په هره دقیقه کې له ۴۰ تر ۴۵ زره افغانۍ تاوان کوي.

شریک یي کړئ