Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مالیې وزارت: د ګمرکونو ورځني عواید زیات شوي

د مالیې وزارت شمېرې دي، چې وروستیو څو میاشتو کې د ګمرکونو عواید نږدې دوه برابره زیات شوي دي.

د مالیې وزارت وایي، د روان مالي کال له پیل تراوسه، د هېواد له ګمرکونو ۳۵ میلیارده افغانۍ راټولې شوي، چې د تېر مالي کال، د لومړیو شپږو میاشو پرتله ۸ میلیارده افغانۍ زیاتې دي.

د مالیې وزارت سرپرست خالد پاینده وایي، اوسمهال د هرې ورځې په حساب، له ګمرکونو په منځنۍ کچه ۳۳۰ میلیونه افغانۍ راټولېږي، خو درې میاشتې وړاندې هره ورځ ۱۸۰ میلیونه افغانۍ راټولېدې.

ښاغلي پاینده په مالیې وزارت کې یوه غونډه کې وویل، له ګمرکونو په یوه کې یې عواید څه باندې ۱۰ برابره زیات شوي دي.

ښاغلي پاینده ویلي:«یوه ولایت چې په ورځ کې یې دوه یا درې میلیونه افغانۍ نه راټولولې، اوس داسې ورځ رارسېدلې چې ۹۶ میلیونه افغانۍ راټولوي. اوس هره ورځ ۵۰ میلیونه افغانۍ راټولوي.»

د مالیې وزارت د سرپرست په وینا، د ګمرکونو د کارکوونکو په ګډون ځینې کړۍ لا هم د اصلي عوایدو راټولولو کې په بېلابېلو بڼو خنډونه جوړوي.

د مالیې وزارت سرپرست ویلي:«همکاران مې وایي، په سیسټم کې ریډبول، نوشابه او انرژي نه‌شته خو دا توکي په بازارونو کې موجود دي. حتماً دا توکي په نورو نومونو واردېږي. زموږ ستونزه داده، چې زموږ مقابل لوری سوداګر نه‌دي، بلکې کمیشنکاران دي.»

بل‌خوا د افغانستان د خونو فډارسیون وایي، په ګمرکي سیاست کې ستونزې، ګمرکونو کې د فساد یو لامل دی.

د افغانستان د خونو فډارسیون مشر محمد اسماعیل غضنفر ویلي:«که داسې وي، چې یوه ولایت، یوه مرکز او یا هم یوه سرحد کې یو شان ټکس واخیستل شي او په بل ولایت، یا سرحد یا ځای کې بل شان ټکس واخیستل شي، نو دا د خصوصي سکټور ترمنځ د نه همغږۍ او فساد لامل ګرځي.»

تر دې وړاندې د مالیې وزارت سرپرست ولسي جرګه کې ویلي وو، چې د هرې ورځې په حساب، د ګمرکونو شاوخوا ۸ میلیارده ډالر تالا کېږي. 

که څه هم د مالیې وزارت سرپرست د ګمرکونو فساد کې د ښکېلو کړیو د نومونو اخیستلو ویلي وو، خو لا یې د چا نوم نه دی اخېستی.

د ماليې وزارت سرپرست وایي، اوسمهال د هرې ورځې په حساب، له ګمرکونو په منځنۍ کچه ۳۳۰ میلیونه افغانۍ راټولېږي.

شریک یي کړئ