Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان سره د مرستو پر دوام د نړۍوال بانک ټینګار

اقتصادي شنونکي وايي، اوسني وضعیت ته په کتو، د نړۍوال بانک له مسوولانو سره د افغان حکومت د چارواکو خبرې، د هېواد اقتصاد او باور جوړونې له اړخه مهمې دي.

نړۍوال بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې بانک مسوولانو د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف‌غني او ماليې وزیر سره درې ورځې پرله‌پسې، د جنیوا غونډه کې کړو ژمنو په هکله خبرې کړي او دې نتیجې ته رسېدلي، چې افغانستان سره به مرستو ته دوام ورکوي.

د نړۍوال بانک مسوولان وایي، د افغانستان د حکومت له چارواکو سره خبرو کې یې، د اصلاحاتو په چټکوالي، د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا او عامه خدمتونو وړاندېک کولو باندې ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې اوسني وضعیت کې باید د افغانستان حکومت خصوصي سکټور ته، د غوره فعالیت اسانتیا برابر کړي او د نړۍوالې ټولنې د مرستو جلبولو سره دې د تېرو کلونو لاسته راوړنې خوندي کړي.

سویلي اسیا لپاره د نړۍوال بانک مرستیال هارویګ شیفر ویلي:«ما د افغانستان نړۍوالو شریکانو سره، افغانستان سره د مرستو په دوام خبرې کړي، چې وکړای شو له دې لارې، افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو لاسته‌راوړنې خوندي کړو. موږ پر دې هم خبرې کړي، چې د افغانستان حکومت سره د کووېډ-۱۹ ناروغۍ مبارزه کې مرسته وکړو.»

د نړۍوال بانک مسوولان وایي، افغانستان سره مرستندوی هېوادونو نه یې غوښتي، چې راتلونکو څلورو کلونو لپاره دې، د افغانستان بیارغاونې صندوق سره د مرستو د دوام طرحه برابره کړي.

د اقتصادي چارو یوه شنونکي سید مسعود ویلي:«حکومت باید بېلابېلو برخو کې لازم اصلاحات راولي، ځکه چې همدا موارد، د افغانستان د حکومت او نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د نړۍوال بانک ترمنځ باور جوړولی شي. موږ اړتیا لرو چې د مرستو جلب لپاره د نړۍوالو مرستې تل وارزوو.»

د نړۍوال بانک خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د کورونا وېروس، د سیاسي او امنیتي وضعیت ګونګوالي او د نړۍوالې ټولنې د مرستو احتمالي کموالی، په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان اقتصادي وده یو فیصد او په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا درې فیصده ته ورسوي.

وړاندوینه کېږي، چې د افغانستان دولت راتلونکو کلونو کې هم، د روغتیا او تعلیمي برخو، له خصوصي سکټور نه ملاتړ، د کار د زمینې برابرولو او خلکو سره مرستې لپاره د نړۍوالو مرستو ته اړتیا ولري.

شریک یي کړئ