Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د شاه و عروس بند کې د اوبو راټولېدل پیل شول

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي، د کابل شکردره کې د پروت، شاه و عروس بند کې نن (چهارشنبه د چنګاښ په ۲ مه) د اوبو ډنډېدل پیل شول.

د دغې ادارې د مسوولینو په وینا، د دغه بند تعمیراتي کارونه بشبړ شوي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

په تېرو ۱۱ کلونو کې د شاه و عروس بند چارې، په بېلابېلو دلایلو ځنډول شوې وې.

دمګړۍ د شاه و عروس بند، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې یوه له لویو پروژو ده.

د شاه و عروس بند څه باندې ۱.۲ میګاواټه برېښنا تولیدولی او څه باندې ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه خړوبولی شي.

دغه راز دا بند د ۹ میلیونه مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

د شمېرو پر بنسټ، د شاه و عروس پر بند څه باندې ۵۰ میلیونه ډالر لګول شوي دي.

په تېرو ۱۱ کلونو کې د دې بند چارې، په بېلابېلو دلایلو ځنډول شوې وې.

شریک یي کړئ