Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان تېرو ۶ میاشتو کې د۴۵۰مېلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لرل

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي د روان زیږیز کال له پیله تر اوسه، له هېواده د ۴۵۰ مېلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي بهر ته صادر شوي دي.

دغه چارواکي زیاتوي چې په هره اونۍ کې تر ۳۰ ټنه سوداګریز توکي او نور کرنیز محصولات د هوايي دهلیز له لارې بهر ته صادریږي. چې د روان زیږدیز کال له پیله تراوسه ۳۲ زره او ۸۰۰ ټنه توکي د هوايي دهلیز له لارې له هېواده بهر ته صادر شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي چې بهر ته به د توکو د صادراتو د بهیر په ښه کېدو سره سږکال د هېواد د صادراتو کچه څه باندې یو مېلیارد ډالرو ته ورسېږي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو د برخې مسوول میرزمان پوپل وايي:«د چنګاښ له میاشتې زموږ د صادراتو فصل پیلېږي او د تلې میاشتې تر پایه دوام لري. د تلې تر پایه ۷۰۰ مېلیونه ډالره صادرات زموږ موخه ده چې موږ دغې موخې ته رسېږو.»

بل خوا د حرکت ادارې مسوولان وایي چې د سږکال د صادراتو ښه والی بهر ته د توکو د صادراتو زیاتېدو ته لار هواره وي؛ خو وایي چې له ځمکنیو لارو اوس هم د صادراتو پر وړاندې ستونزې شته.
 
د حرکت ادارې رییس حجت الله فضلي څرګندوي:«په ۲۰۲ کال کې په ځمکنۍ لار کې ستونزې ډېرې وې. ډېری لارې تړلې وې. خو سږکال وضعیت ښه دی.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د هېواد د صادراتو  زیاتېدوالی د هېواد د سوداګریز بیلانس د کسر د کمېدو لپاره مهم  ګڼي او  وایي چې په دې برخه کې باید بهر ته د توکو د لېږد لپاره کم لګښتي لارې ولټول شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو په وینا، په هره اونۍ کې تر ۳۰ ټنه سوداګریز توکي او نور کرنیز محصولات د هوايي دهلیز له لارې بهر ته صادریږي.

شریک یي کړئ