د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون د طالبانو له لوري د څوو ګمرکونو له نیول کېدو وروسته د حکومت د عوایدو له کمېدو اندېښمن دی.
د دغه کمېسیون یو غړی وايي، سره له دې چې، هره ورځ باید د هېواد له عایداتي برخو تر ۵۰۰ مېلیونه افغانۍ راټولې شي؛ خو اوس یوازې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه افغانۍ راټولېږي.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې شل ګمرکونه او بندرونه شته چې له دې منځه، په کندوز کې د شیرخان بندر، په تخار کې د آی خام بندر او په پکتیا کې د ډنډ پټان ګمرک په دې وروستیو کې د طالبانو لاسته لوېدلی دی.
د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون مرستیال بابرجمال وايي:«د دغو بندرونو له سقوط وروسته، عواید له کابو ۵۰۰ مېلیونه افغانیو څخه کابو ۱۰۰ مېلیونو افغانیو ته کم شوي دي.»
خو په بلخ کې د حیرتان او په فاریاب کې د آقینې بندر په څېر څو نور بندرونه د طالبانو په کلابندۍ کې دي.
د مالیې وزارت هغه بندرونه چې د طالبانو لاسته لوېدلې دي،دویمه درجه بندرونه ګڼي او وایي چې د عوایدو له لاسه وتل یې دومره اغېز نه لري.
د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وویل:«د درجه بندۍ له پلوه، دغه بندرونه په دویمه درجه کې دي چې د عوایدو په راغونډولو کې خپله منفي اغېزه نه لري.»
ظاهراً نا امنیو د عوایدو د راټولولو په ځینو مرکزونو کې فساد او بې نظمۍ هم زیاتې کړې دي.
بل خوا د مالیې وزارت سرپرست په هرات کې د دغه وزارت د کارونو د ارزونې لپاره دغه ولایت ته تللی دی.