Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د برېښنا له کمۍ د تولیدي برخې شکایت

د افغانستان د خونو فډارسیون وایي، په ټول هېواد او په ځانګړې توګه کابل کې د تولید برخې ته برېښنا کمه شوې.

دغه فډارسیون په برېښنا شرکت تور لګولی چې خلکو ته د برېښنا رسولو کې پاتې راغلی دی.

د افغانستان د خونو فډارسیون مرستیال سخي‌احمد پیمان ویلي، په تېرو ۲۰ کلونو کې سږکال، د برېښنا د کمي له اړخه، د هېواد صنایعو ته تر ټولو بد کال دی.

ښاغلي پیمان ویلي: «هر ځل چې برېښنا لاړه شي، نو زموږ صنعتګرو ته سلګونه زره تاوان رسېږي. برېښنا شرکت هم بحران کې دی او د برېښنا شرکت مشرتابه د دې بحران د مدیریت وس نه‌لري.»

د کابل ښار ځینې اوسېدونکي هم د برېښنا د کمي شکایت کوي.

کابل ښاریان وایي، د لوی اختر تېرېدو سره د ښار په بېلابېلو سیمو کې، په ۲۴ ساعتونو کې یوازې درې ساعته برېښنا وي.

د کابل د چهلستون سیمې یوه اوسېدونکي عبدالصمد ویلي:« یوه مارکیټ ته برېښنا ورکوي، خو په زر – یو نیم زر کورونو برېښنا پرې کوي.»

د کابل د دارالامان سیمې اوسېدونکي عبدالخالق ویلي:« د اختر درې ورځې مو برېښنا وه، تر هغې راوروسته نه‌شته. د برېښنا بِل مو تل، له دوو تر څلورو زرو افغانیو وي.»

د کابل یوه بل اوسېدونکي نوید ویلي:« په ۲۴ ساعتونو کې درې ساعته برېښنا لرو، خو بِلونو ته چې وګورو د تېرو کلونو پرتله زیات مصرف راځي.»

وړاندې د انرژۍ برخې ځینو کارپوهانو ویلي وو، چې برېښنا شرکت د کورني تولید په برېښنا سم غور نه‌دی کړی او د برېښنا شبکه یې پام وړ پراخه کړې او اوس ټولو شبکو ته د برېښنا رسولو وس نه‌لري.

دې شکایتونو ته په ځواب کې د برېښنا شرکت ویاند سنګر نیازي ویلي:«برېښنا شرکت هڅه کوي، چې خلکو ته په منظمه توګه برېښنا برابره کړې.»

د معلوماتو پر بنسټ، کابل اوسمهال ۵۲ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو د برېښنا شرکت ویاند وايي، د پلازمېنې د برېښنا شبکه کې یوازې ۲۶۰ میګاواټه برېښنا ده او دوی اړ دي چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ ساعته برېښنا پرې کړي.

د انرژۍ برخې ځینې کارپوهان وایي، برېښنا شرکت د کورني تولید په برېښنا سم غور نه‌دی کړی او د برېښنا شبکه یې پام وړ پراخه کړې.

شریک یي کړئ