د بلخ ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، چې سږکال په بلخ کې هر هکټار ځمکې نه ۱۸ ټنه انګور راټول شوي.
مسوولان وایي، چې بلخ کې څه باندې ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه کې د انګورونه بڼونه دي.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ رییس محمد سالم ساعي ویلي: » ویلی شم، چې سږکال د تېر کال پرته د انګورو حاصلات ښه دي. له ۲۰ تر ۳۰ سلنه زیات شوي. ځکه چې د پسرلي درېیو میاشتو کې بارانونه وو. «
بڼوال هم د انګورو د حاصلاتو زیاتوالي ته خوښ دي، خو د بازار د نهشتون شکایت کوي.
د شکرالله په نوم یوه بڼوال ویلي: » درې ډوله انګور لرو. تایفي، حسیني او کیشمشي. چې اوس د تایفي حاصل ښه دی. «
د بسمالله په نوم یوه بڼوال ویلي: »که زموږ حاصلات نورو ځایونو ته ولېږل شي، ښه به وي. بڼوالۍ ته به د خلکو پام هم واوړي. «
د بڼوالو په وینا، د ناامنۍ له کبله له ولسوالیو مزارشریف ته د انګورو رسول سخت شوي دي.
د شمسالله په نوم یوه بڼوال ویلي: جګړه ده، وضعیت خراب دی. نه پوهېږو، چې انګور به بازار ته ورسوو که نه؟ ګټه به وکړو که نه؟
تېرو کلونو کې په بلخ کې د میوو ساتلو لپاره سړې خونې نه وې، چې د بڼوالو یوه اصلي ستونزه وه، خو اوس ولایتي مسوولان وایي، چې دا ستونزه یې حل کړي او د انګورو د ساتلو لپاره سړې خونې شته.
په دې اړه مو اندونه