د افغانستان برېښنا شرکت له ۱۵ کلونو راهیسې په منځنۍ کچه، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې څه باندې ۳۳۰ میلیونه افغانۍ عواید له لاسه ورکول؛ خو اوس له دوو میاشتو راهیسې د یادې ډلې له لوري د څه باندې ۲۰۰ ولسوالیو د مرکزونو له نیول کېدو سره سم، یوازې په همدې موده کې په ۷ ولایتونو کې څه باندې ۱ میلیارد افغانۍ نور هم له لاسه ورکړي دي.
د برېښنا شرکت ویاند محمد هاشم سنګرنیازي ویلي: "د ۱۴۰۰ مالي کال له لومړۍ دورې تر اوسه، د هرات، فاریاب، بلخ، کندوز، بغلان، تخار او سرپل ولایتونو ناامنو سیمو کې د برېښنا کارولو له اړخه یو میلیارد او ۱۲۶ میلیونه افغانۍ عواید نهدي راټول شوي. "
په دې سره برېښنا شرکت په اوو ولایتونو کې د برېښنا کارونې له اړخه، د دوه میاشتو ۲۰ برابره عواید له لاسه ورکړي چې، پخوا به یې په ټول هېواد کې لاسرسی ورته نه درلود.
هرات یو له دغوو اوو ولایتونو دی.
د هرات د برېښنا شرکت د عامه پوهاوي مدیري زینت محسني ویلي: "په هغو سیمو کې چې امنیتي ستونزې دي، د میټرونو کتلو لړۍ هم بنده ده. نو هلته چې امنیتي ستونزې هوارې شوې، نو بیا به زموږ همکاران میټرونه ګوري او بیا به پیریدونکي د برېښنا کارولو پیسې تحویولي. "
د افغانستان برېښنا شرکت هر کال شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره د برېښنا د پېر لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ورکوي او د اقتصادي چارو د یوه شنونکي په وینا، که چېرې دغه بهیر همداسې دوام وکړي؛ نو برېښنا شرکت به د پېرل کېدونکې برېښنا د لګښتونو په ورکړه کې هم پاتې راشي.
په دې هکله د اقتصادي چارو یوه شنوونکي شفیع صمیم ویلي: "د برېښنا کارولو د پیسو نه راټولول له یوې خوا اقتصادي سکټور ته تاوان رسوي او له بلې خوا برېښنا ورکوونکي هېوادونه شرایط سختوي. "
په ټولیزه توګه دمګړۍ د برېښنا شرکت څه باندې ۳۱۲ زره پیریدونکي د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي.