Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شرکتونه: 'دوه کاله وشول مالیې وزارت پیسې نه راکوي'

شاوخوا ۲۵۰ ودانیزو شرکتونو پرون ( پنج‌شنبه د زمري په ۱۴ مه) د مالیې وزارت مخې ته لاریون کې ویلي، چې کار یې بشپړ کړی خو دې وزارت پیسې نه دي ورکړي.

د دغو شرکتونو د مسوولانو په وینا، دغه  ستونزه په ناڅاپي توګه نه ده رامنځته شوې، بلکې له دوو کالو راهیسې د ټولګټو وزارت د عملي کړو پروژو د پېسو ورکول ځنډېدلې دي.

د یوه ودانیز شرکت مسوول عبدالجمیل ویلي:" زموږ پروژې په خپل سر ځنډول شوې دي. موږ لویې کمپنۍ په میلیاردونو افغانۍ تاواني کېږو. دا لویې کمپنۍ په حقیقت کې د افغانستان زیربناوې دي."

د یوه بل شرکت مسوول ویلي:" زموږ چې یوه یا دوه ورځې بې‌ځایه تېرې شي، نو بیا یو لک، دوه لکه او درې لکه افغانۍ جریمه کېږو. زموږ حقونو ته دولت په یو کال کې هم نه رسېږي."

د سړک جوړونې یوې پروژې مسوول احمد جمیل ویلي:"حواله مو مالیې وزارت ته راوړه او ویې ویل، چې ستاسې پیسې بندې دي. که دولت پیسې بندوي، نو کوم کار چې مو کړی د هغه پیسې خو دې راکړي."

د یوه بل شرکت مسوول ویلي:"د دوه کالو راهیسې دغسې کار دی. موږ ټول شرکتونه سختو ستونزو کې یوو."

د مالې وزارت وایي چې پروژې د عوایدو د کمېدو له امله درېدلي دي، خو د شرکتونو د کړو کارونو پېسې به ورکړل شي.

د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع ویلي:"زموږ د وطنوالو پورونه د کال د منځني مهال بودیجې یوه ځانګړي کوډ کې زیاتې شوي، ملي شورا ته استول شوي او د مالیې وزارت تمه لري، چې د بودیجې تر تایید وروسته به د ټولو کسانو قانوني پورونه ورکړای شي."

په دې وروستیو کې ولسمشر غني دبودیجې د حوالو په اجرا کې اوږدې بروکراسۍ ته په اشارې سره د ماليې وزارت له لوري 'کثافت' ویلی. هغه څه چې قراردادي شرکتونه هم پرې نیوکه کوي او وایي، هغه مهال چې د پیسو ستونزه نه هم وه، خو دوی ته پیسې نه ورکول کېدې.

لسګونه ودانیزو شرکتونو د مالیې وزارت مخې ته لاریون کړی او وایي، چې دغه وزارت د تېرو دوو کالو راهیسې دوی ته د هغو پروژو پیسې نه ورکوي، چې کارونه یې بشيړ شوي.

شریک یي کړئ