په وروستیو څه کم څلورو میاشتو کې د یو لیټر پیټرول تېلو بیه شاوخوا ۱۵ افغانۍ ختلې دي.
د یوې بورۍ اوړو بیه یو سلو پنځوس افغانۍ او د ۱۶ لیټره غوړیو بیه شاوخوا څلور سوه افغانۍ لوړه شوې ده.
بل خوا د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو په ارزښت کې د شاوخوا درې افغانیو په لوړېدو سره د توکو بیې هم ختلې دي.
د کابل یوه اوسېدونکي عبدلشاه ویلي: "هر څه ۵۰ افغانۍ، ۶۰ افغانۍ، پورته ختلي. د تېرو ورځو پرتله نرخونو ډېر تفاوت کړی. "
د کابل یوه بل اوسېدونکي یوسف ویلي: "د هر څه بیه ختلې، اوړه، وریځې. ورځ تر بلې یې بیې لوړېږي. دا ظلم دی نو. "
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بازارونو کې د موادو کموالی د بیو دختلو لامل ګڼي او زیاتوي چې د موادو د وارداتو د زیاتولو لپاره پلانونه په پام کې نیول شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پالیسۍ او خدمتونو عمومي رییس فیاض الدین غیاثي ویلي: " یوه کمیټه د بیو پر کنټرول کار کوي، چې د کابل ښاروالي او ځینې نور بنسټونه پهکې دي، سرغړوونکي عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کېږي. "
بلخوا د لومړنیو موادو یو شمېر پلورونکي وایي چې د هېواد له یو شمېر بندرونو نه واردات د زیاتېدو په حال کې دي او له همدې امله د لومړنیو توکو بیه تر یوه بریده بېرته ټېټه شوې هم ده.
د لومړنیو موادو د پلورونکو د ټولنې رییس سید فرید کمال صافي ویلي: "واردات ډېر شوي، نو بیې به هم یو څه راټیټې شي. "
که څه هم پر ځینو بندرونو د طالبانو تر ولکې وروسته، له دغو لارو نه د توکو واردات له سره پیل شوي، خو سوداګر وایي چې پر دغو لارو د امنیتي ستونزو له امله لږ مواد هېواد ته راواردېږي.