سرچینو طلوعنیوز ته ویلي، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې بودیجه ۸ میلیاره افغانۍ کمه شوې، نو ځکه یې د اوبو د بندونو جوړولو او د اوبو د مدیریت لسګونه پروژې ځنډولې دي.
د کال د منځني مهال د بودیجې د مسودې پر بنسټ، د للندر بند د ودانۍ، د کابل د ځمکتلو اوبو زیاتوالي او له پنجشېر نه کابل ته د اوبو لېږلو پروژو لپاره بېلې شوې پیسې، نورو برخو ته لېږل شوې دي.
د کابل د منځني مهال بودیجه کې د للندر بند لپاره ۱۷۰ میلیونه افغانۍ بېلې شوې وې، چې اوس دا برخه صفر ده.
که څه هم د اوبو د تنظیم چارو ملي اداره د دغې پروژې د بودیجې د ستونزې په هکله څه نه وایي، خو د دغې ادارې تخنیکي مرستیال احمد ویس بصیري ویلي:"د امنیتي پوستو له کبله چې په للندر کې دي او پرته له اندېښنې کار کوي، هلته هم موږ د استملاک موضوع لرو."
د اوبو د تنظیم چارو ملي اداره وایي، چې هڅه کوي، د دغو پروژو د تمویل لپاره د نړۍوالې ټولنې مرستې راخپلې کړي.
د دغو پروژو په خوا کې، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ۱۸۰ تنه کارکوونکي چې این ټي ای تنخواوې یې اخېستې، اوس یې تنخواوې ځنډېدلې دي.
د اوبو د چارو د تنظم ملي ادارې مالي او اداري رییس ویلي:"له ارزونې وروسته، راتلوونکې بودیجه کې به د ټولو سرچینو بدیل زموږ لاس ته راشي او بیا به زموږ اغېزمن شوي فعالیتونه سم شي."
ځینې اقتصادي شنوونکي وایي، چې هېواد کې د جګړې زیاتېدو او د عوایدو پام وړ کمېدو سره حکومت اړ دی، چې دغسې سختې پرېکړې وکړي.
د اقتصادي چارو یوه شنوونکي سید مسعود ویلي:"له عادي بودیجې یې بېړنۍ بودیجې ته انتقال کړو او په هغو ځایونو ټینګار وکړو، چې افغانستان، ملت او ژوند لپاره مهم دي."
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې شاوخوا ۱۳ میلیارده افغانۍ پراختیایي بودیجه لرله، چې څلور نیم میلیارده یې د مالي کال لومړیو شپږو میاشتو کې لګولې او اوس یې ۸ میلیارده افغانۍ بودیجه تنقیص شوې.