Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومت له پرځېدو وروسته د بې کارۍ کچه په بې مخینې توګه لوړه شوې

څه باندې یوه اوونۍ د حکومت له پرځېدو تېرېږي، په دې لړ کې هېواد کې د بې کارۍ کچه په بې مخینې توګه لوړه شوې ده.

د کارګرانو د ټولنې رییس معروف قادري په هېواد کې د وزګارتیا د زیاتېدو خبره کوي او زیاتوي چې دم ګړۍ په افغانستان کې مېلیونونه تنه بې کاره دي:«د طالبانو له حضور وروسته، ټول پوهېږي چې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې ډول دولتي او غیر دولتي او خصوصي کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او عواید یې صفر ته رسېدلي دي.»

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکی وایي چې له دوو اوونیو راهیسې پر وزګارتیا سربېره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

دوی خبرداری ورکوي که چېرې وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، هېواد به له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ شي.

کارګر عبدالاحد وايي:«د خوراکي توکو بیې لوړې دي، یو پنځه لېټره غوړ مو په ۴۶۰ افغانۍ اخیستل اوس ۷۵۰ افغانۍ ۴۶۰دي.»

کارګر عبدالمجید هم څرګندوي:«یوه میاشت کېږي چې هېڅ کار نشته، هر یو تش لاس راځي او تش لاس بېرته د کور په لور ځي.»

بل خوا یو شمېر ځوانان هم وایي چې د کار د زمینې د نشتوالي او ناڅرګند وضعیت له امله هڅه کوي چې له هېواده ووځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه