Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پیسو کنګلېدو له امله د اقتصادي سقوط په اړه د خصوصي برخې اندېښنې

د خصوصي برخې استازي ګواښ کوي که چېرې امریکا د هېواد د پیسو زېرمې له کنګلېدو بهر نه کړي، تر راتلوونکې یوې میاشتې به هېواد له بلې سترې ټولنیزې او اقتصادي ناورین سره به مخ شي.

د خصوصي برخې استازي دلته په هېواد کې د سوداګرۍ، ټرانسپورټ او صنایعو د وضعیت د خرابېدو په تړاو خپلې اندېښنې په ډاګه کوي.

دغه استازي له امریکا او د افغانستان له نورو نړۍوالو شریکانو په شکایت سره وایي چې له افغانستان سره یې د خپلو مرستو پر درولو سربېره، د هېواد د پیسو د زیرمو په کنګل کولو او له نورو هېوادونو سره یې د راکړې ورکړې د سسټم په تړلو سره خصوصي برخې ته سلګونه مېلیونه ډالره زیان اړولی دی.

دوی وایي چې په دې برخه کې باید د افغانستان د خلکو او خصوصي برخې پانګونې  یرغمل نه کړای شي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مهمند وايي:«پر امریکا او نړۍ زموږ غږ دا دی چې لږ تر لږه د افغانستان د کنګل شویو پیسو ستونزه دې حل کړي ځکه چې دا پیسې د افغانستان د خلکو دی. هغوی که له حکومت او یا نورو کسانو سره سیاسي چلن کوي، د خلکو پیسې باید یرغمل نه کړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي وایي چې اوسنی اقتصادي نظام د نړۍوالو په غوښته جوړ شوی او د دغه نظام اصلي لوبغاړي خصوصي برخه ده چې اړتیا لري له نړۍ سره سوداګریزې اړیکې ولري.

دوی وایي چې اوس نړۍوال په خپله د وروستیو شلو کلونو د لاسته راوړنو د له منځه وړلو په هڅه کې دي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی څرګندوي:«په یوې وروستۍ میاشت کې زموږ یو سنټ هم بهر ته نه دی تللی، له بانکونو د پیسو د وېش لپاره یې کوم پروګرام چې پيل کړی، د عادي خلکو لپاره ښايي د کوچنیو لګښتونو لپاره یې یو حل لار وي، خو سوداګر نه شي کولای په اوونۍ کې له دوه سوه ډالرو سره سوداګري وکړي. موږ نه شو کولای چې خپلې مېلیونه ډالر په اوونۍ کې له دوه سوه ډالرو سره له بانکونو وباسو. نړۍ واله ټولنه دې لطفاً د اوضاع د خبرابولو لپاره زمینه نه برابروي.»

د کانونو او صنایعو خونې مسوولان وایي چې اوس‎مهال ډېری فابریکي له مالي ستونزو او د خامو توکو له کموالي سره مخ دي. دوی وایي چې په وروستۍ یوې میاشتې کې د پیسو د ترلاسه کولو په برخه کې د ستونزو له امله په هېواد کې د فابریکو او شرکتونو څه باندې یو مېلیون کارګرانو خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمین زاده وايي:«په یوې وروستۍ میاشت کې موږ د کارخونو کارګرانو ته معاش نه دی ورکړی. زما په کارخونه کې ۷۰۰ تنه کار کوي، ما د هغوی د کورنیو د بیړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره یوازې پنځه زره افغانۍ ورکړي دي. موږ څه ډول کار وکړو، ایا دا په افغانستان کې د کارو بار د ډيوالي کېدو لپاره د زمینې برابرول نه دي؟ په داسې حال کې چې نړۍوالو په تېرو ۲۰ کلونو کې زموږ د کار د ښه والي لپاره کار کړی دی، خو اوس د غلطو پالیسیو له امله هغه له ماتې او ډيوالۍ سره مخامخ کوي.»

بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي وایي چې اوس‎مهال نړۍواله ټولنه او حکومت په هېواد کې د پروژو له قراردادیانو مېلیاردونه افغانۍ پوروړي دي او که دغه شرکتونه خپلې پیسې تر لاسه نه کړای شي، له ماتې سره به مخ شي.

دوی پر نړۍ غږ کوي چې مرستې یې د افغانستان د خلکو لپاره دي او د دغو مرستو دوام افغانستان له اوسني ناورین نه ژغورلای شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه