Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د غازو او تېلو د بیو د ختلو شکایتونه

د کابل ځینې اوسېدونکي وایي، چې یو وار بیا د لومړنیو موادو بیې ختلې دي.

د عامو خلکو په خبره، په تېره یوه اوونۍ کې د یوه کیلو غازو بیه ۱۵ افغانۍ او د یوه لیتر تېلو بیه څلور افغانۍ ختلې ده.

د پلازمېنې کابل ځینې اوسېدونکي وایي، چې اوسمهال د کابل په بازار کې د یوه کیلو مایع غازو بیه تر ۷۵ افغانیو رسېدلې او اوس چې دوی کار نه‌لري، نو د پېرلو وس یې نه لري.

د کابل یوه اوسېدونکي عبدالقیوم ویلي:"یو غریب سړی چې د واټ غاړې ته کار کوي، نو دومره پیسې له کومه کړي، چې غاز وپېري؟ کار خو اصلاً نه‌شته."

د مایع غازو ځینې پلورونکي وایي، چې د غازو د بیو د ختلو په لامل نه پوهېږوي، خو شرکتونو بیې خېژولې دي.

کابل کې د مایع غازو یوه پلورونکي ویلي:"شرکت کې یو کیلو غاز ۶۵ افغانۍ دي، نو موږ مجبور یوو چې په ۷۵ افغانۍ یې وپلورو."

له دې سره کابل کې ځینې موټر چلوونکي وایي، چې د غازو تر څنګ د تېلو بیې هم ختلې دي.

کابل کې یوه موټر چلوونکي عبدالهادي ویلي:"یوه بوشکه تېل ۳۲۰ یا ۳۳۰ افغانۍ اخلو. اقتصاد رالوېدلی. امنیت شته خو کار نه‌شته."

په تېر کې هم په بازارونو کې د غازو او تېلو د بیو ختل یوه ستونزه وه، خو اوس ځینې پلازمېنوال پر مسوولو بنسټونو غږ کوي، چې د بیو د ختلو مخنیوی وکړي.

عام خلک سوداګر او د غازو او تېلو واردونکي په ظلم تورنوي.

له دې سره د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د پیسو د لېږد سیسټم تړلی دی او په وروستۍ یوه میاشت کې د توکو د پېرلو لپاره له هېواده بهر ته پیسې نه دي لېږل شوي او همدا ستونزه د توکو د پېرلو د درېدو لامل شوی.

د کابل ځینې اوسېدونکي وایي، چې کار نه‌لري او د تېلو او غازو په ګډون د لومړنیو موادو بیې ختلې دي، چې دې چارې ته اندېښمن دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه