Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له بانکونو د پیسو پر اخیستو د محدویتونو پر دوام د خلکو نیوکې

ځينې هېودوال له هغه څه چې له بانکونو د پیسو پر اخیستو د محدویتونو دوام ګڼي، سختې نیوکې کوي.

ډېری دغه کسان چې له نورو ولایتونو کابل ته راغلي دي وايي د دې سربېره چې په تمه شوي او انتظار یې کړی؛ خو تراوسه په دې بریالي شوي نه دي چې ټاکل شوې پیسې یعنې ۲۰ زره افغانۍ له بانک څخه ترلاسه کړي.

یو له دغو کسانو مهدي بهزاد دی چې نوموړی له بامیانو نه کابل ته راغلی چې لږ تر لږه شپږ زره افغانۍ یې د موټر او کوټې په کرایې لګولې دي چې خپلې شل زره افغانۍ ترلاسه کړي:«درې شپې او ورځې کېنه ترڅو خپلې ۲۰ زره افغانۍ ترلاسه کړئ، زه احساس کوم که چېرې بانکونه خپلې پالیسۍ بدلې نه کړي، نور به خلک پر بانکونو اعتبار ونه کړي.»
      
دلته د ښځو ونډه هم له سړیو کمه نه ده. دلته داسې مېرمنې تر سترګو کېږي چې انتظار او سرګردانۍ یې پر عادي ژوند سیور غوړلی دی.
         
د کابل اوسېدونکې حفیظه څرګندوي:«اسلامي حکومت باید د خلکو غمه وخوري. دا څه ډول اسلامي حکومت دی چې ښځه د دروازې تر شا څلوېښت ډوله سپکېږي.»

خو د هغو کسانو شمېر تر دې هم  زیات دی چې دلته د نوي کابل بانک د دروازې شاته د خپلو معاشونو او نغدو پیسو د ترلاسه کولو لپاره راغلي دي.
            
د پروان اوسېدونکی محمد ظریف وايي:«د معاش لپاره راغلی یم خو له حده زیاته ګڼه ګوڼه ده خلک ډېرې ستونزې لري.»
                    
د ننګرهار اوسېدونکي شېراز هم وویل:«باید په ولایتونو کې هم د بانکونو نماینده ګۍ پرانیستل شي، چې د خلکو ستونزې حل شي.» 

خو حکومت په دې تړاو څه ځواب لري؟
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون غړی جواد څارګر څرګندوي:«که چېرې ټولې پیسې له بانکونو واېستل شي، افغانستان د کړکېچ په لور ځي. خلک باید زغم ولري.»

له دې ټولو سره سره لاهم څرګنده نه ده چې کله به له بانکونونو نه د پیسو په اخیستو لګول شوي محدودیتونه لېرې او دغه راز د پیسو راکړه ورکړه بېرته عادي شي. 

لاهم څرګنده نه ده چې کله به له بانکونونو نه د پیسو په اخیستو لګول شوي محدودیتونه لېرې او دغه راز د پیسو راکړه ورکړه بېرته عادي شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه