Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له هېواده بهر ته د غالیو صادرات بند شوي

د وطني غالیو یو شمېر سوداګر د هوایي دهلیزونو د تړل کېدو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، چې د هوایي دهلیزونو په تړل کېدو سره د دوی کارو بار هم ټکنی شوی.

د غالیو یوه سوداګر محب‌الله کوهي ویلي: " تولیدات شته، خو صادرات بند دي. مخکې هوایي دهلیزونه وو، بندرونه پرانیستي وو، موږ به اروپا، امریکا، دوبۍ او هند ته غالۍ صادرولې. "

د وطني غالیو سوداګر وایي چې د بهرنیو بازارونو په له لاسه ورکولو سره یې په کورنیو بازارونو کې هم د پلور کچه پام‌وړ راټيټه شوې ده.

د غالیو یوه بل سوداګر محمدایوب ویلي: " په دې تېرو ۴۰ یا ۵۰ ورځو کې زموږ کاروبار ډېر کم وو. موږ په بهر کې پېرېدونکو لرل، زموږ او ستاسې خپل وطنوال دي، موږ پرې غالۍ پلورو، خو پیسې نه‌شي راستولی. "

د سمیرا په نامه یوه مېرمن چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې غالۍ اوبي، وایي که څه هم د غالۍ اوبدولو کار زیات دی، خو په بازارونو کې د وطني غالیو پلور کم شوی دی.

غالۍ اوبدونکې سمیرا ویلي: " زه د څلورو کلونو راهیسې غالۍ اوبم، د تېر پرتله ډېر بدلون راغلی، ځکه چې تېر کې د غالیو بیه ښه وه او موږ چې کوم کار کاوه ارزښت یې درلود. خو کله چې اسلامي امارت راغلی، کومې غالۍ چې موږ اوبو له هېواده بهر ته نه‌ځي. "

بل‌خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي چې که د وطني غالیو لپاره ښه بازار پیدا نه‌شي، په هېواد کې به د غالۍ اوبدنۍ صنعت له منځه ولاړ شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان‌جان الکوزي ویلي: "هوایي کورېډورونه د څه باندې یوې میاشتې راهیسې بند دي او دا زموږ صادراتو ته ډېر لوی تاوان کوي، نه یوازې دا چې زموږ صادرات کم شوي بلکې بېخي په ټپه ولاړ دي. "

افغانستان په منځني ډول په کال کې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات لري چې په دې لړ کې د غالیو برخه په‌کې غوښتنه ده، خو سږکال داسې اندېښنې شته چې د هوایي دهلیزونو د کار په درېدو سره به د دې برخې صادرات کم وي.

له هېواده بهر ته د غالیو صادرات بند شوي

کابل کې د وطني غالیو یو شمیر سوداګر وایي چې، د هوایي دهلیزونو په بندیدو سره بهر ته د غالیو صادارت بند شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه