Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دکندهار صرافان:له افغانستانه بهر ته د ډالرو قاچاق زیاتوالی موندلی

په کندهار ولایت کې ځينې صرافان د دغه ولایت له بازارونو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته د ډالرو د قاچاق له زیاتوالي اندېښنه لري.

هغوی وايي چې د ورځې په مېلیونونه کلدارې د پولې له هغې غاړې کندهار ته لږدول کېږي او د هغه په بدل کې ډالر پاکستان ته قاچاق کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي له کندهار ته د ډالرو قاچاق د هېواد په بازارونو کې د افغانۍ د ارزښت د کمښت یوازینی لامل ګڼي.

په کندهار کې صراف حاجي بابی په دې هکله وايي:«ډېری پاکستاني سوداګر هم د کندهار له بازارونو بېلابېل اسعار پلوري او د هغه په بدل کې پاکستانۍ کلدارې بازارونو ته وړاندې کوي.»

د کندهار د صرافي مارکېټ مشر حاجي قندي آغا څرګندوي:«ډېرې ننګونې دي. تاسې پوهېږئ چې دم ګړۍ په بازارونو کې ډالر ډېره کم یابه ارزه ده.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا د هېواد له مارکېټونو څخه د ډالرو ټولېدل د هېواد د اقتصاد په زیان بولي او زیاتوي چې دا به په راتلونکي کې د افغانیو په ثابت نرخ منفي اغېز ولري.

د پوهنتون استاد رحمت الله پښتون په دې هکله وویل:«دا ستونزه کولای شي په اوږد مهال کې په هېواد کې د ستر پړسوب یا تورم لامل شي. باید د ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوي، له هغې پرته به ډېر زیان رامنځته کوونکی وي.»

په داسې حال کې چې د پاکستان پرتله د افغانستان په بازارونو کې یو ډالر د لسو څخه تر دولسو کلدارو تر منځ په توپير ګران پلورل کېږي بیا هم پاکستان ته د ډالرو لېږد په ډېرېدو دی او شنوونکي دغه حالت د افغانستان د اقتصاد په زیان بولي.

په دې هکله ونه توانېدو چې د مرکزي بانک د چارواکو نظر ترلاسه کړو.

صرافان وايي له هغې وروسته کله چې د پاکستان په بازارونو کې د ډالرو پر پېر او پلور محدویتونه ولګول شول، د هېواد له بازارونو پاکستان ته د ډالرو د قاچاق بهیر هغه هم د کلدارو په بدل کې مخ په زیاتېدو شو.

تصویر بندانگشتی

په کندهار ولایت کې ځينې صرافان د دغه ولایت له بازارونو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته د ډالرو د قاچاق له زیاتوالي اندېښنه لري.

هغوی وايي چې د ورځې په مېلیونونه کلدارې د پولې له هغې غاړې کندهار ته لږدول کېږي او د هغه په بدل کې ډالر پاکستان ته قاچاق کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي له کندهار ته د ډالرو قاچاق د هېواد په بازارونو کې د افغانۍ د ارزښت د کمښت یوازینی لامل ګڼي.

په کندهار کې صراف حاجي بابی په دې هکله وايي:«ډېری پاکستاني سوداګر هم د کندهار له بازارونو بېلابېل اسعار پلوري او د هغه په بدل کې پاکستانۍ کلدارې بازارونو ته وړاندې کوي.»

د کندهار د صرافي مارکېټ مشر حاجي قندي آغا څرګندوي:«ډېرې ننګونې دي. تاسې پوهېږئ چې دم ګړۍ په بازارونو کې ډالر ډېره کم یابه ارزه ده.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا د هېواد له مارکېټونو څخه د ډالرو ټولېدل د هېواد د اقتصاد په زیان بولي او زیاتوي چې دا به په راتلونکي کې د افغانیو په ثابت نرخ منفي اغېز ولري.

د پوهنتون استاد رحمت الله پښتون په دې هکله وویل:«دا ستونزه کولای شي په اوږد مهال کې په هېواد کې د ستر پړسوب یا تورم لامل شي. باید د ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوي، له هغې پرته به ډېر زیان رامنځته کوونکی وي.»

په داسې حال کې چې د پاکستان پرتله د افغانستان په بازارونو کې یو ډالر د لسو څخه تر دولسو کلدارو تر منځ په توپير ګران پلورل کېږي بیا هم پاکستان ته د ډالرو لېږد په ډېرېدو دی او شنوونکي دغه حالت د افغانستان د اقتصاد په زیان بولي.

په دې هکله ونه توانېدو چې د مرکزي بانک د چارواکو نظر ترلاسه کړو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه