Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چمن او بولدک لارو تړل کېدل د کندهار د انارو د خوسا کېدو لامل شوی

د کندهار ځينې بڼوال وايي چې د سوداګریزې راکړې ورکړې پر مخ د چمن او سپين بولدک لارو تړلوالی د دې لامل شوی دی چې د کندهار انار په بڼونو کې خوسا شي.

د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې ځينې بڼوال وايی چې دم کړۍ د انارو یوه ستره برخه چې د صادراتو لپاره چمتو شوي وو خوسا شوي دي.

په کندهار کې یو له بڼوالو محمدالله وايي:«زموږ ټول انار خوسا شول. داسې پوهېږئ چې اوس په سلګونه ټنه انار په بڼونو کې خوسا شوي دي. دا څه وضعیت دی، باید حکومت ستونزې لېرې کړي.»

د رپوټونو پر بنسټ د چمن لار له نږدې دوو اونیو راهیسې د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې پر مخ تړل شوې ده.

د انارو یو شمېر صادرونکي وايي، دم ګړۍ پر بدیلو لارو انار پاکستان ته لېږدوي؛ خو پر دې لارو بیا انار یې خوسا کېږي.

په کندهار کې د انارو صادرونکی محمد هم څرګندوي:«موږ له دې مخکې په درې ورځو کې له انارو ډک موټر پاکستان ته رسول، خو اوس چې د تورخم له لارې ۱۵ ورځې وخت نیسي او په دغو ورځو کې انار خوسا کېږي.»

د کرنې او مالدارۍ خونې غړي بیا وايي چې، هر کال په هېواد کې د تازه مېوو د فصل له رارسېدو سره سم، پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې تړي او په دې سره له سوداګرو سربېره بڼوال هم تاواني کېږي.

د مالدارۍ او سوداګرۍ خونې غړی میرویس حاجي زاده هم څرګندوي:«هر کال موږ پاکستان سره له ستونزو سره مخ یوو. کله د تعرفې د لوړوالي پر بیې او کله هم د لارې د بندوالي په بیه، باید زموږ مېوې او سبزۍ په هېواد کې خوسا شي.»

د هېواد د صادراتي توکو پر مخ د لارو تړل کېدل له یوې خوا او په هېواد کې اقتصادي ستونزې له بلې خوا د دې لامل شوي چې، کلیوالي اقتصادي په جدي توګه له رکود سره مخ شي.

یو شمېر هېوادوال پر نړۍوالې ټولنې له نیوکې سربېره وايي، یو شمېر مرستندویه او ګاونډي هېوادونه په خپله په هېواد کې د اقتصادي ناورین عاملین دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه