Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جلغوزې د حلاصلاتو زیاتوالی؛ خو د بازار له نشتوالي یې شکایتونه

په هېواد کې د جلغوزې د تولیدونکو ټولنه وايي چې د دوی لومړنۍ شمېرې ښیي چې سږکال په هېواد کې تر ۱۷ زره ټنو پورې د جلغوزو حاصلات را ټول کړل شوي دي.

په هېواد کې سږکال د جلغوزې د حاصلاتو له ډېرېدو سره سره لا هم د هغو د رسمي صادراتو لارې تړل شوې دي.

د جلغوزې د تولیدوونکو ټولنې مسوولین وايي، له ډېرو هڅو سره سره لا تر اوسه چین هېواد ته د افغانستان د جغلوزو د صادرولو بهیر نه دی پیل شوی او اوسنیو اندېښنو ته په کتو پاکستان ته د دغې ګران بیه میوې د قاچاق کېدو وېره ډېره ده.

د جلغوزې د تولیدونکو ټولنې مشر یحی ځدران وايي:«که چېرې زموږ صادراتي لارې پرانیستل شي، د جلغوزو بیه به په ځلونو ښه شي او موږ هیله من یوو چې دغه ستونزه به ډېر ژر حل شي، چې زموږ صادراتي پروګرامونه ناهیلې کوونکې نه وي.»

په هېواد کې د جلغوزې د سوداګرۍ کلنی ارزښت شاوخوا ۵۰۰ مېلیونه ډالره پتېل شوی دی.

د جلغوزې د تولیدونکو ټولنې مسوولین زیاتوي، که چېرې د افغانستان د جلغوزو د صادراتو لپاره د چین او نورو هېوادونو لارې بېرته پرا نه نېستل شي؛ نو په کور دننه به د دغې میوې د بیې له راټیټېدو سربېره به یوه زیاته اندازه یې قاچاق شي.

د جلغوزې یو شمېر صادرونکي له حکومته غواړي چې، د دوی د حاصلاتو لپاره باید بازار موندنه وکړي.

سوداګر محبوب الله محمدي په دې هکله څرګندوي:«د جلغوزې لپاره د بازار ستونزه باید حل شي. د چین بازار د افغانستان د خلغوزو لپاره ډېر مهم دی. همدارنګه په دغه برخه کې باید ژر تر ژره هوايي دهلیزونه په کار شي.»

د جلغوزو صادرونکی صدوخان هم وايي:«د مګړۍ د جلغوزو د سوداګرۍ ګټه د پاکستان په لاس کې ده. د هغه زحمتونه موږ ګالو، خو دغه ګټه پاکستان ته رسېږي. حکومت باید په دې برخه کې کار وکړي.»

تر دې مخکې د کرنې او اوبو لګونې وزارت د هېواد د جلغوزې د صادرولو په برخه کې د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکړی وو.

دمګړۍ په هېواد کې د یو کیلو جلغوزې بیه ۱۱۰۰ افغانۍ ده؛ خو د چین بازارونو ته په رسېدو یې بیه درې برابره لوړېږي.

د جلغوزې د تولیدونکو ټولنې شمېرې ښيي چې سږکال په هېواد کې د جلغوزو تر ۱۷ زره ټنو پورې حاصلات راټول کړل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه