د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي ژمنه کوي چې، په صنعتي پارکونو کې به سر له نننه د کارخونو کرایې ۵۰ سلنه راکمې کړي.
د اسلامي امارت ویاند وايي، حکومت د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره جدي اراده لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي: "نړۍوالې مرستې لنډ وخت لپاره دي، موږ د بشري مرستو هرکلی کوو، خو ملا پرې باید و نه تړو، خپل ظرفیتونه لوړ کړو. نړۍوالې ټولنې د موخې او لنډ وخت لپاره دي. "
د کانونو او صنایعو خونه وايي، که چېرې په راروان ژمي کې صنعتي کارخونو ته اومه مواد ونه رسېږي، نو د ګڼو کارخونو دروازې وتړل شي.
د کانونو او صنایعو خونې مشر شېرباز کمینزاده ویلي: "په ژمي کې ۵ زره فابرکې خام مواد نه لري، بهر ته څرنګه پیسو ولېږو، چې بانکي سیسټم بند دی. دې ژمي کې به ګڼې فابریکې بندې شي "
د دغې غونډې په څنډه کې د نارینه او ښځينه صنعتکارانو یو نندارتون هم جوړ شوی دی.
څلوېښتو مېرمنو په دې نندارتون کې په خپل لاس جوړ شوي ډول ډول توکي نندارې ته اېښي دي.
د مدینې ځدراڼ په نوم یوې ګډونوالې ویلي: "موږ وېره لرله، چې اسلامي امارت به اجازه را نهکړي، خو اوس اجازه لرو. تمه لرو چې په پوهنتون او نورو برخو کې هم ښځو ته اجازه ورکړل شي. "
د عاصمه کوهستانۍ په نامه یوې ګډونوالې ویلي: "مخکې به ښځو ازاد کار کاوه، په اوسني حکومت کې قیودات دي. خو امنیت لرو، خوشاله یوو. "
په ټول هېواد کې نږدې ۵ زره کارخونې فعالیت لري او ورسره زرګونه کسانو ته کاري موکې هم برابرې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه