Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر بانکونو د عامو خلکو بې‌باوري ډېره شوې

د کابل ځینې اوسېدونکي وایي، له دې وروسته په بانکونو کې پیسې نه پرېږدي او غواړي چې بانکونو کې موجودې پیسې یې هم راواخلي.

د مخکیني حکومت تر سقوط راوروسته، له بانکونو د پیسو ایستل سخت شوي او پر بانکونو د خلکو بې‌‌باوري هم ډېره شوې.

د کابل یوه اوسېدونکي نورالله ویلي:"پیسې به مو بانکونو کې اېښودې، اوس چې ورځو - زموږ خپلې پیسې بېرته پر خپل وخت نه راکوي. پر بانکونو باور ختم شوی، نور په بانک کې پیسې نه ساتو."

ځینې اقتصادي شنونکي وایي، چې که د هېواد بانکي سیسټم په اوسني شکل روان وي، نور به بانکونه خدمات وړاندې نه‌شي کړای او دا به د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز وکړي.

د اقتصادي چارو یوه شنونکي وهاب قاطع ویلي:"که موږ خپلې پیسې نورو هېوادونو ته ولېږو او ټول دا کار وکړي، نو څه به پاتې شي؟ بانکونه اقتصادي جوړښتونه دي، کله چې تاسې بانکونو کې پیسې په امانت ږدئ، بانک ستاسې پیسې ساتي او پانګونه پرې کوي چې اقتصاد پرې غوړېږي."

په ورته وخت کې د افغانستان بانک اوس اوس اعلان کړی، چې خصوصي او دولتي بانکونه کولی شي، د انفرادي اکونټونو خاوندانو ته په اونۍ کې تر ۴۰۰ ډالر یا ۳۰ زره افغانۍ ورکړي.

عام خلک وایي، د افغانستان بانک دا پرېکړه هم د منلو نه ده او باید له بانکونو د پیسو ایستل عادي شي.

د کابل یوه اوسېدونکي رهنورد ویلي:"هر څومره چې په بانکونو کې د خلکو پیسې پاتې کېږي، پر بانکونو بې‌باوري ډېرېږي، سوداګر خپلې شتمنۍ له هېواده باسي."

اوسمهال د هېواد بانکونه یوازې خپلو پیرودونکو ته پیسې ورکوي، خو نور خدمات نه وړاندې کوي.

زموږ د بیا بیا هڅو سره، د افغانستان بانک چارواکي په دې هکله خبرو ته حاضر نه شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه