Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مرکزي بانک سبا ته ۱۰ مېلیونه ډالر لېلام وي

د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت له ټیټوالي وروسته، د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا ته لس مېلیونه ډالر لېلام وي.

مرکزي بانک په یوې خبرپاڼه کې وايي چې دغه اندازه ډالر سبا ته په یوې بولۍ (داوطلبۍ) کې د لېلام په توګه به وپلورل شي.

په خپرپاڼه کې راغلي دي:«د افغانستان بانک د ټولو ګټورو اقداماتو په لړ کې پرېکړه کړې ده چې سبا ته د اسعارو لېلام ترسره کړي.»

مرکزي بانک له بانکونو او د صرافۍ او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي دي چې په دغې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک همدارنګه ویلي دي چې هڅه کوي چې په بازار کې د افغانیو د بیې ثبات خوندي وساتي.

ټاکل شوې ده چې دا لېلام په داسې حال کې ترسره شي چې د هېواد په بازارونو کې د یوه ډالر بیه څه باندې ۹۰ افغانیو ته رسېدلې ده. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه