پلازمېنه کابل کې د جلغورو ځینې پلورونکي وایي، چې سږکال د نورو کلونو پرتله د جلغوزو صادرات کم شوي دي.
دوی وایي، د سږني لمریز کال تراوسه، شاوخوا ۱۰۰۰ ټنه جلغوزه بهر ته صادر شوې، چې د تېرو کلونو پرتله کمه ده.
د جلغوزو پلورونکي دا هم وایي، چې حاصلات یې د تېرو کلونو پرتله ډېر شوي دي.
د جلغوزو یوه پلورونکي عبدالاحد ویلي:"حاصلات د تېرو کلونو پرتله ښه دي، خو هند او چین ته مو صادرات کم دي، د وروستي تحول نه وروسته، چین ته الوتنې نه وې."
د جلغوزو یوه بل پلورونکي وحید ویلي:"تېر کال مو خرڅلاو له ۸ زره افغانیو شروع شوی وو، چې تر ۱۴ زره بیا ورسېده خو سږکال یو من جلغوزه شپږ یا اوه زره افغانۍ ده، تاوان دی پهکې."
افغانستان سږکال تراوسه ۱۰۰۰ ټنه جلغوزه چین ته د هوایي دهلیز له لارې لېږلې او اوس تمه ده چې دا لړۍ روانه پاتې شي.
له دې سره سوداګر وایي، چې د افغانستان جلغوزه پاکستان ته هم قاچاقېږي.
یوه سوداګر سلمان رها ویلي:"د افغانستان یوه لوبه برخه جلغوزه په مستقیم یا غیرمستقیم شکل د چین مارکیټ ته ځي خو ورسره پاکستان ته هم قاچاقېږي."
وچه مېوه او په ځانګړې توګه جلغوزې د افغانستان د صادارتو مهمه برخه ده چې د ناخالص کورني تولید په برخه کې پام وړ ونډه لري.
په دې اړه مو اندونه