Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانیو د ارزښت د کمښت په لړ کې د خوراکي توکو بیه لوړه شوې

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو د زرښت د کمښت په لړ کې، په هېواد کې د خوراکي توکو بیه لوړه شوې ده.
       
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«د ډالر بیه لوړه شوې ده، طبیعي ده چې بیې لوړېږي.»

بل خوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل به په هېواد کې بې وزلي او لوږه زیاته کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود هم وویل:«قیتمتي د قحطۍ لومړني ګامونه دي، او معنا لرونکې قحطي چې د توکو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو هغه هم د حال په حساس پړاو کې، په ځانګړې توګه په ژمي کې مطرح کېږي.»

بلخوا د هرې ورځې په تېردو سره د خوراکي توکو بیو لوړېدو هېوادوال اندېښمن کړي دي.

د کابل اوسېدونکی عبدالله وايي:«ورځ په ورځ بیې لوړېږي، له یوې خوا بې کاري او له بلې خوا بیې لوړې شوې دي، چاره نشته اړ یوو چې وچه ډوډۍ او تریخ چای وخورو.»
  
د کابل اوسېدونکي عبدالمجید هم وویل:«بیې ډېرې لوړې دي، اوړه ۲۲۰۰ شوي او غوړ ۲۵۰۰ افغانۍ دي، زه په خپله کراچۍ لرم، کاروبار نشته او د کور کرایه هم ورکوو.»

د افغانۍ د ارزښت په ټېټېدو سره، د خوراکي توکو په تېره بیا د اوړو، غوړیو او ورېجو بیه لوړه شوې ده. د دوه ورځې مخکې پرتله د یوې بوجۍ اوړو په بیه کې دوه سوه افغانۍ، د یوې بوجۍ ورېجو په بیه کې ۱۵۰افغانۍ او د یو ټیم غوړیو په بیه کې ۱۵۰ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
  
هټیوال حسیب الله وايي:«ورځ په ورځ بیې لوړېږي، هغوی ته ګټه ده، هغوی له پېر څخه نه پېر ته خوشحاله دي. دوه ورځې یې چې توکي پاتېږي ګټه یې دوه برابره کېږي. سوداګرو ډېره پانګه پيدا کړه.»
 
افغانستان د سوداګرۍ د بیلانس څه باندې نوي سلنه کسر لري او د خوراکي توکو په ګډون ډېری توکي له بهره راواردوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست وايي چې د افغانانیو په وړاندې د ډالرو بیه لوړېدل په بازارونو کې د خوراکي توکو د لوړېدو لامل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه