Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ځينو خوراکي توکو بیه کابو سل سلنه لوړه شوې دي

د پلازمېنې کابل ځينې اوسېدونکي او پلورنکي وايي چې د ځينو خوراکي او سونګ توکو بیې د تېر کال پرتله کابو سل سلنه لوړې شوې دي.

د دوی په وینا، د لومړنیو توکو بیه په ځانګړې توګه د اوړو، غوړو او تېلو بیه د تېر کال پرتله دوه برابره شوي دي.

هټۍوال رحیم الله وویل:«غوړ تېر کال ۱۰۵۰ افغانۍ تر ۱۲۰۰ و، خو دم کړۍ ۲۵۰۰ افغانیو ته رسېدلي دي.»

بل هټۍوال سمیع الله هم وايي:«یو کس چې پنځه زره افغانۍ عاید لري له دوو قلمو زیات جنش نه شي پېرلی. یوه بوجۍ اوړه او یو پيپ غور وپېري پيسې یې بسنه نه کوي.»

د خوراکي توکو په بیو کې زیاتوالي د کابل ځينې اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.

د پلازمېنې اوسېدونکی امید وايي:«نرخونه ډېر لوړ ختلي دي، یوه بوجۍ اوړه تېر کال ۱۳۰۰ افغانۍ و، خو اوس ۲۳۰۰ افغانۍ زیاتوالی موندلی دی. غوړ تېر کابل ۱۲۰۰ افغانۍ و خو اوس ۲۲۰۰ افغانیو ته رسېدلي دي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ژمنه کوي چې، د ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ سره به په هېواد کې د خوراکي توکو بیې راکمې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي زیاته کړه:«د اسلامي امارت راتګ د بیو د لوړېدو لامل نه دی شوی، نړۍوالې بیې لوړې شوې دي. تېرکال کورونا وه یو لېټر تېل څو څلوېښت افغانۍ وې خو اوس څو اتیا افغانیو ته رسېدلي دي؛ کابو دوه برابره.»

په افغانستان کې د بېکارۍ له ډېرېدو سره د مصرفي توکو بیې هم په بې سارې ډول ختلې دي. د کابل په باغ قاضي کې د ځینو عمده پلورونکو د شمېرو له مخې د تېر کال پر تله سږکال د ډېریو خوراکي توکو بیې دوه برابره شوې دي.

د غوړیو په بیه کې څه باندې ۱۱۰ سلنه

د وریجو په بیه کې نږدې ۴۰ سلنه

د بورې په بیه کې څه باندې ۳۵ سلنه

او د نخودو په بیه کې څه باندې ۳۰ سلنه 

د ډېروالي ښکارندويي کوي.

سږکال بیا د لرګیو د پلورولو بازار پیکه دی. سره له دې چې، د لرګیو پلورونکي وايي، د تېر کال پر تله سږکال د هر خروار لرګیو په بیه کې زر افغانۍ  کمښت راغلی؛ خو په وینا یې د کابل ډېر کم خلک د خپلو کورونو د تودولو لپاره له لرګیو کار اخلي.

د لرګیو پلورونکی معراج په دې هکله وايي:«تېر کال د یو خروار لرګیو بیه ۸۵۰۰ او ۸۷۰۰ افغانۍ وې. پلورونکي یې هم ښه وو. د لرګیو پلور هم ښه وو، پلورل کېدل، خو اوس او سږکال د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی دی.»

خو د نفتي موادو بیې د تېر کال پر تله څه باندې دوه برابره لوړې شوې دي. دمګړۍ په بازار کې یو لیتر پترول پر څه باندې ۷۵ افغانۍ پلورل کېږي.

موټر چلوونکي حبیب الله وویل:«تېرکال تېل ۳۵ افغانۍ وو، ښږکال ۷۵ او ۸۰ افغانۍ دي. هېڅ نرخنامه نشته او څوک زموږ په کیسه کې نه دي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د خوراکي توکو او نفتي موادو د بیو په لوړېدو سره به هېوادوال سخت وځپل شي.

د اقتصادي چارو کارپوه ایرج فقیري په دې هکله څرګندوي:«د افغان وګړو د اړتیا وړ جنسونو لوړېدل به د ډېرو ستونزو، لکه د پلور او پېر کموالی او په افغانستان کې د دندو د له منځه تللو لامل شي.»

د ویلو ده چې، بې وزلي او بېکاري د افغان ولس دوه لویې ننګونې دي او ورسره نړۍوالو مرستندیانو خبرداری ورکړی که چېرې د افغانستان وضعیت ته پام ونه شي؛ نو ښايي ۹۷ سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې راشي.

بې وزلي او بېکاري د افغان ولس دوه لویې ننګونې دي او ورسره نړۍوالو مرستندیانو خبرداری ورکړی که چېرې د افغانستان وضعیت ته پام ونه شي؛ نو ښايي ۹۷ سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې راشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه