Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان د سیمه ییزو پروژو په پار افغانستان کې پر ثبات ټينګار کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د اقتصادي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا پنځه وېشتمه غونډه (ایکو) کې چې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې جوړه شوې وویل چې د اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د سوداګریزو او ټرانزیټي پروژو د عملي کولو لپاره په افغانستان کې سوله او ټیکاو حیاتي دی.

دغه پاکستاني چارواکي په خپله بیانیه کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وېب پاڼه کې خپره شوې ده، د دغه سازمان له غړو غوښتي دي چې د افغانستان له خلکو سره بشرپاله مرستې وکړي او ترڅو د دغه هېواد د اقتصادي پاشلو مخه ونیول شوي.

د پاکستان د بهرنیو چاو وزیر شاه محمود قریشي وايي:«موږ باید ټول له افغانستان او خلکو سره یې اقتصادي او بشرپاله مرستې وکړو؛ څو د انساني ناورین او اقتصادي پاشل کېدو مخنیوی وکړو.»

دم ګړۍ درې لویې سیمه ییزې پروژې له افغانستانه تېرېږي. د اوسپنۍ پټلۍ چې ازبیکستان، افغانستان او پاکستان سره نښلوي، کاسا زر پروزه او د ټاپي پروژې چارې لا څو کاله دمخه پیل شوې دي. د اسلامي امارت د رییس الوزرا دویم مرستیال هم د ټاپي پروژې عملي کېدل مهم ګڼي او وايي چې، دغه پروژه به په خپلو امکاناتو سره عملي کړي.

د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په دې هکله وايي:«د افغانستان ټول ګاونډیان د دې غوښتونکي دي چې سترې اقتصادي پروژې باید ژر تر ژره عملي شي.»

دم ګړۍ د کاسا زر پروژې د عملي کولو چارې په ټپه درېدلې دي او د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دغه بنسټ هم د یادې پروژې عملي کېدو ته ژمن دی او ورته چمتووالی هم لري.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي چې، د اقتصادي همکاریو سازمان مهم غړي چې، پاکستان هم په کې شامل دی، یوازینۍ هڅه یې په افغانستان کې ګټه وټه ده؛ څو د هېواد مصرفي بازار په واک کې ولري. دوی زیاتوي، پاکستانیان تل په خوله او عمل کې یو نه دي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رېښتیا وايي:«پاکستانیانو د افغانستان لپاره ډېره ښه لابي ګري وکړه، خو له بده مرغه هغوی د ستونزو لامل کېږي. هر کال کله چې زموږ د کرنیزو حاصلاتو فصل رارسېږي، پاکستان مرزي او ټرانزیټي ستونزې رامنځته کوي.»

افغانستان د اقتصادي همکاریو د سازمان غړی دی او د چارو د شنونکو په وینا، لا تر اوسه د دغه سازمان له ګټو برخمن شوی نه دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دغه سازمان له غړو غوښتي دي چې د افغانستان له خلکو سره بشرپاله مرستې وکړي او ترڅو د دغه هېواد د اقتصادي پاشلو مخه ونیول شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه