Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په معاشونو کې بدلون؛ د جګپوړو کارکوونکو معاشونه کم شول

د مالیې وزارت وايي چې د یوې نوې طرحې پر بنسټ چې د نوي حکومت له لوري چمتو شوې ده، د جګپوړو کارکوونکو معاشونه کم شول.

د دغه وزارت د ویاند په وینا په اوسني حکومت کې تر ټولو لوړ معاش د اسلامي امارت د مشر مولوي هبت الله آخند زاده دی چې ۲۲۸۷۵۰ افغانۍ کېږي. او تر ټولو ټيټ معاش د اتم بست د مامورینو دی چې ۵۰۰۰ افغانۍ کېږي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي:«د معاشاتو اسکیل چې د مخکینۍ ادارې پاتې وو، پر بې عدالتۍ او بې انصافۍ استوار و. بېلابېلو ادارو بېلابېل معاشونه لرل. اړینه وه چې په معاشونو کې بدلون رامنځته شي.»

د دغې طرحې پر بنسټ له درېیم بسټ څخه د ټيټو کارکوونکو معاشونو بدلون نه دی کړی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د اسلامي امارت د مشر معاش ۲۲۸۷۵۰ افغانۍ، د رییس الوزرا معاش ۱۹۸۲۵۰افغانۍ د وزیرانو معاش ۱۳۷۲۵۰افغانۍ، د والیانو معاش۹۱۵۰۰ افغانۍ د لومړي بست معاش له ۲۵ زرو ۲۰۰ افغانیو تر۳۰ زرو۵۰۰ افغانۍ او د دویم بست معاش له ۱۶ زررو تر ۲۰ زرو ۶۰۰ افغانۍ دی» 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګانی څرګندوي:«هغه کسان چې په تعلیمي برخه کې د کدر په توګه کار کوي، د هغوی لپاره امتیاز ورکول کېږي.»

بل خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې د کارکوونکو معاشونه باید د ظرفیتونو له مخې ورکړل شي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي:«د پېچلي او ساده کار ترمنځ باید توپير وکړي. له هغې پرته، له کم معاش سره د سخت او پېچلي کار د کارکوونکو د تېښتې لامل کېږي.»

د مالیې وزارت د چارواکو په وینا له درېیم بست نه د ټيټټو بستونو د کارکوونکو په معاشونو کې بدلون نه دی راغلی، د حکومت د نوي تګلارې له مخې اسلامي امارت د ان ټي اې او امتیازي معاشونو ورکړې ته د تېر حکومت په څېر دوام ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه