Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ډالرو لوړېدل؛ د یو ډالره بیه څه باندې سل افغانیو ته رسېدلې

د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۶مه) د لومړي ځل لپاره د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه په بې مخینې توګه لوړه شوې ده او د کابل د صرافیو په مارکېټونو کې یو امریکايي ډالر څه باندې سل افغانۍ معامله شو.

د افغانۍ ارزښت یوازې د ډالر پر وړاندې نه بلکې د کلدارو په ګډون د نورو اسعارو پر وړاندې هم راټيټ شوی دی.

یوازې په تېرو دوو ورځو کې په سلو ډالرو کې د هېواد پیسو خپل اوه سوه افغانۍ ارزښت له لاسه ورکړی دی.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه په بازارونو کې د ډالرو کموالی د افغانۍ د ارزښت د کمېدو تر ټولو لوی لامل بولي او له مرکزي بانکه غواړي چې ژر ترژره په بازار کې مداخله وکړي.
    
د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند حاجي ځيرک وايي:«لومړی ځل دی چې د افغانۍ ارزښت تر دې کچې راټېټېږي او لومړی ځل دی چې مرکزي بانک دومره بې تفاوته دی. مخکې به مرکزي بانک په داسې حالاتو کې مداخله کوله.»

د افغانۍ د ارزښت په رالوېدو سره په بازارونو کې د خوراکي توکو بیه هم په بې ساري ډول لوړه شوې ده.
 
د کابل ښار اوسېدونکي وایي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خپل پېرلو توان له لاسه ورکوي.
 
د کابل اوسېدونکی ګل آغا څرګندوي:«بیې لوړېږي ځکه چې ډالر پورته ختلی دی. زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی، کار او بار هم نشته.»

د افغانستان بانک مسوولانو ونه غوښتل چې په دې تړاو له موږ سره خبرې وکړي. خو اسلامي امارت وایي چې د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅې روانې دي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«د ډالر بیه په ټولو هېوادونو کې لوړه شوې ده. موږ د دغې ستونزې د حل او د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره هڅه کوو.»

د افغانستان د سود اګرۍ د بیلانس کسر څه باندې پنځه نوي سلنه دی او خپل ټولو وارداتي توکي په ډالرو پېري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه