Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مرکزي بانک هڅه کوي د افغانۍ ارزښت له بې ساري کمښت وروسته وساتي

د افغانیو پر وړاندې د ډالر د ارزښت له بې ساري لوړېدو وروسته د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي وايي، د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیې د ثبات لپاره کار کوي.

وروسته له هغه چې د هېواد په بازارونو کې ډالر تر سلو افغانیو لوړ شو، د مرکزي بانک مسوولینو د شهزاده سرای د سرافانو له اتحادیې سره د یوې ناستې په ترڅ کې د افغانیو د اسعارو د نرخ پر ثبات او ساتلو، د صرافانو د فعالیتونو د څارنې او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو په اړه خبرې وکړې.

د مرکزي بانک د نشراتو مدیر حسیب الله نوري وایي: "مرکزي بانک په هېواد کې د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره تر خپله وسه هڅه کړې ده".

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې د بورډ غړي محمد طاهر قیومي وویل: "د مرکزي بانک په غونډه کې دوی له موږ سره همکاري وکړه او د ډالر ارزښت یې یوه نیمه افغانۍ را ټیټ کړ".

د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت ټیټېدل د سوداګرو لپاره هم ننګونې را ولاړې کړې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد ډېری توکي له بهره واردېږي او په ډالرو پېرل کېږي، نو دا کار د دوی پر کاري بوختيا منفي اغېز کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې غړي خانجان الکوزي وويل: "موږ يو وارداتي هېواد يو او ټول توکي په ځانګړې توګه خوراکي توکي له بهر څخه واردوو او د ډالرو د بيې لوړېدل منفي اغېز لري."

د کابل د صنایعو او کانونو د خونې اجرایوي رییس محمد کریم عظیمي وویل، "د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت لوړېدل د هېواد پر اقتصاد مستقیم اغېز لري او له بده مرغه اقتصادي ننګونې دوه چنده کوي".

دا مهال د هېواد په بازارونو کې یو امریکايي ډالر له ۱۰۳ افغانیو سره معادل دی، چې په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی، چې افغانۍ د ډالر پر وړاندې دومره ارزښت له لاسه ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه