Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلورونکي: بازار ته جعلي بانک نوټونه داخل کړل شوي

د افغانۍ د ارزښت له کمښت سره، پلورنکي په بارارونو کې د جعلي بانک نوټونو له خپرېدو خبر ورکوي. ځينې پلورونکي وايي چې ډېری جعلي بانک نوټونه زر او پنځه سوه افغانۍ دي.

د کابل یو هټۍوال عبدالسلیم اسدي وايي چې یوازې په یوه اوونۍ کې له څلورو تر پنځو زرو پورې جعلي پیسې ترلاسه کړي دي. دی وایي چې له اصلي بانکنوټونو سره د جعلي بانکنوټونو توپېر په خورا سختی سره کېږي او د افغانستان بانک باید د دغو پیسو د خپرېدو د مخنیوي او د هغو د عاملانو د نیولو لپاره ژر ترژره لاس په کار شي.

هغه وویل:«دا لومړی ځل نه دی، بلکې په ځلونو دا کار شوی دی.»
   
هټۍوال عبدالرحیم احمدزی هم وايي:«له یوې خوا قیمتي زیاته شوې ده او له بل لوري په بازار کې جعلي پیسې راوتلې دي.» 

جعلي پیسې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت له بې مخینې کمښت سره هم مهاله بازارونو ته راوتلي دي. دغه جعلي بانکنوټونه له اصلي بانکنوټونو سره ډېر ورته والی لري.

خو صرافان وايي چې جعلي پیسې کم رنګه دی او لیکنې یې زېږې نه دي.
    
صراف خلیل احمد وویل:«د ځينو نښو له مخکې جعلي پیسې له اصلي پیسو پېژندل کېږي.»

د هېواد د راکړې ورکړې په بازارونو کې د جعلي پیسو خپرېدل د دې لامل شول چې د وزیرانو شورا اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپاري چې د جعلي پيسو د مخنیوي لپاره ژره ترژره لاس په کار شي.

د اسلامی امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«جعلي پیسې چې خپرېږي او داخلېږي، باید د هغه مخنیوی وشي. له سرغړونکو سره به قانوني چلن وشي.»

نږدې دوه اوونۍ کېږي چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې مخینې توګه رالوېدلی دی. په داسې حال کې چې د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې د افغانۍ د ارزښت له ثبات سره د مرستې لپاره واړه صرافان له دغه سرای نه اېستلي دی،خو اوسمهال سلګونه واړه صرافان د واټونو پر غاړه د اسعارو پر تبادلې بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه