Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګرۍ وزارت وايي د تېر کال پرتله صادراتو زیاتوالی موندلی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روان لمریز کال کې د هېواد د صادراتو د کچې له لوړېد خبر ورکوي.

 دغه وزارت وایي چې سږکال د نږدې یو مېلیارد ډالرو په ارزښت د هېواد توکي بهر ته صادر شوي دي، په داسې حال کې چې تېر کال د هېواد صادرات ۸۰۰ مېلیون ډالرو ته رسېدل.
 
د سوداګرۍ او پانګونې وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي:«تر دوه ورځو مخکې یو مېلیارد او پنځوس مېلیونه وو، لوی شمېر دی یوازې د تحولاتو په ورځو کې صادرات لږ کم وو، خو اوس زموږ صادارت په عادي حالت کې جریان لري.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې سږکال د هېواد واردات کم شوي دي. د دې خونې معلومات ښيي چې سوداګرو د مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د څه باندې درې مېلیارد ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی په دې هکله څرګندوي:«تاسو ته وضعیت معلوم دی چې په افغانستان کې سیاسي ستونزې رامنځته شوې دي، زموږ واردات په دوو وروستیو ربعو کې کم شوي دي، په مارکېت کې تقاضا کمه شوې، د خلکو د عوایدو کچه کمه شوې ده.»

یو شمېر سوداګر وایي چې له هېواده بهر ته د تازه مېوې صادرات سږکال ۲۵ سلنه زیات شوي دي او له حکومته غواړي چې د توکو د صادراتو په برخه کې ورته آسانتیاوې برابرې کړي.

سوداګر نجابت حیدري وویل:«سوداګري دې په لومړیتوب کې راولي، له تجارته ملاتړ وکړي او ملاتړ باید سوداګرو ته پاملرنه وي چې ستونزې لري. زموږ صادارت باید یوازې پاکستان ته نه وي، باید ټولې نړۍ ته صادرات ولرو.»

افغانستان تر ډېره بهر ته مېوه، غالۍ، طبي بوټي او نیمه ګرانبیه ډبرې صادروي.
 
د سوداګرۍ او پانګونه وايي د دې سربېره چې صادراتو زیاتوالی موندلی؛ خو د تېر کال پرتله د هېواد واردات کم شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه