د هېواد ځینې پانګهوال وايي، د رویالیټي یا پر کانکېندنې د مالیې لوړېدو د دوی لېوالتیا کمه کړې چې په هېواد کې پر کانونو پانګهونه وکړي.
دا پانګهوالو د کانونو او پټرولېم وزارت د چارواکو له لوري د مالیې له لوړېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، اوسني حالت ته په کتو دوی چمتو نهدي چې د افغانستان د کانونو کېندنې په برخه کې پانګهونه وکړي.
د ختیځې حوزې د کانونو ټولنې مسوول عزت الله حقمل وايي: «دا ډول خبرې په سم ډول روان نهدي، ځکه دا د سوداګرو، کان کېندونکو او هېواد په ګټه نهدي.»
د صنایعو او کانونو خونې مسوولان وايي، که څه هم دا ګامونه د لنډ مهال لپاره د وزارت عواید لوړوي، خو بل پلو د هېواد کانونه له ویجاړېدو سره مخامخوي.
د صنایعو او کانونو اجرايي رییس رحیم سمندر وايي: «زموږ او د کانونو پانګهوالو د تمې خلاف په ډېرو برخو کې مالیه لوړه شوې ده. د بېلګې په ډول، د تالک سپینې تیږې یا شبکاڼي چې صنعتي تیږې بلل کېږي او بېلابېل موارد لري، پخوا یې د یو ټن مالیه ۶۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې او که اټکل وکړو، دا مالیه نږدې درې برابره لوړه شوې ده.»
ورته مهال د صنایعو او کانونو خونې مسوولان د کانونو او پټرولېم وزارت له چارواکو غواړي چې د غیر قانوني کانکېندنې مخه ونیسي. د صنایعو او کانونو خونې اجرایي رییس وايي، ځینې بهرني پانګهوال خپل په زړه د هېواد کانونه غوره کوي او د کېندنې په برخه کې له کانونو او پټرولېم وزارت سره سلا کېږي.
په کانونو او پټرولېم وزارت کې د منرالونو د تنظیم عمومي رییس فضل الباري بلوچ وايي: «دا رویالټي د اسلامي امارت له لوري نهده ټاکل شوې؛ بلکې دا بیې د داوطلبۍ په خپلواکه پروسه کې د شرکتونو له لورې ورکړل شوې دي.»
بلخوا د ځمکپوهنې او کانونو کارپوهان په دې اند دي چې اسلامي امارت باید د عوایدو سټراټيژي د پلي کېدو په برخه کې لومړی د ساختماني توکو کوچنیو کانونو له کېندنې پیل وکړي او وروسته په دې پروسه کې د دولتي او خصوصي سکټور دوه اړخیزې ګټې په نظر کې ونیسي.
د کانونو اکتشاف جیولوژي امر عبدالباقي رحماني وايي: «په رویالټي کې باید نه لوړه او نه ټيټه یانې منځنۍ کچه په نظر کې ونیول شي چې په دې سره باید د دولتي او خصوصي سکټور ګټې به خوندي شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د کانونو په برخه کې پانګهوال د اسلامي امارت چارواکو ته وړاندیز کوي چې د کانونو د قرارداد پروسې پر مهال د کم کیفیته، منځنۍ کچې او لوړ کیفیت ګران بیه تیږو قرارداد په جلا-جلا ډول شرکتونو ته ورکړي.
په دې اړه مو اندونه