Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دکندهار کارخونه لرونکي ګاونډیو هېوادونو کې د پانګونې په لټه کې دي

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې د دغه ولایت ځينې کارخونه لرونکي د دې په هڅه کې دي چې خپلې پانګې ایران او پاکستان ته ولېږدوي.
     
د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مرستیال نعمت الله نعمت وايي:«ځينې هوډ لري چې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي. د برېښنا ترڅنګ ګڼې نورې ستونزې دي چې نه یوازې صنعت بلکې خصوصي سکټور یې زیانمن کړی دی.»

د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي له اسلامي امارته غواړي چې له هېواده د پانګې د تېښتې مخه ونیسي او د پانګوالو لپاره اړین سهولتونه او اسانتیاوې برابرې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود طلوع نیوز ته وویل:«په حقیقت کې پاکستان غواړي چې خپل ټول ځواک خپور کړي چې د افغانستان سوداګري ترلاسه کړي او بازار ترلاسه کړي او منځنۍ اسیا ته خپله لار پرانیزي.»

په کندهار ولایت کې یوه پانګوال د ګول سیخ په برخه کې درې نیم مېلیون ډالره پانګونه کړې ده، خو اوس د برېښنا د نشتوالي له امله غواړي چې خپله کارخونه وتړي.

اوس د دغې کارخونې کارګران د دې پرځای چې د فابریکې پر تولیدي چارو بوخت وي، د فابریکې ماشین آلات لېږدوي.
      
د کارخونې مسوول محمد نعیم وايي:«دلته په شلو کلونو کې زموږ کار سم نه شو، موږ همدا ډول روان یوو، وګورو چې چېرته رسېږو.»  

اخوا پاکستان په دې وروستیو کې پرېکړه کړې ده چې د هېواد پانګوالو ته ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې دغه هېواد غواړي سوداګرو ته پنځه کلنې وېزې ورکړي.
       
د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې غړی نقیب الله صافی څرګندوي:«پنځه کلنه ویزه د پانګوالو لپاره ده، د هغو پانګوالو لپاره چې غواړي پاکستان ته ولاړ شي او هلته پانګونه وکړي هغوی ته به پنځه کلنه ویزه ورکړل شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست وايي،چې دغه خونه له هېواد نه د پانګې اېستو ته لېواله نه ده او له اسلامي امارته غواړي، چې سوداګرو او پانګوالو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
  
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«دا نه خوښوو چې نور هېوادونه د افغانستان خلکو ته تابعیت ورکړي. موږ غواړو چې زموږ سوداګر په خپل هېواد کې پاتې شي او له امارته هم غواړو چې د هغوی لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې، له کلونو راهیسې ځينو پانګوالو او سوداګرو خپلې پانګې بهر ته اېستلې دي. د دې خونې په وینا یو شمېر پانګوالو خپلې پانګې ترکیې ته لېږدولي دي او ځينې نور پانګوال عربي متحده اماراتو ته تښتېدلي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې یو شمېر پانګوال هڅه کوي، څو خپلې پانګې ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه