Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران خاوره کې د امنیتي ګواښونو له امله د افغان چلوونکو شکایت

 یو شمېر موټر چلوونکي چې د ایران او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي وایي چې د ایران په خاوره کې ځاني او مالي امنیت نه لري او ځينې وسله وال کسان یې په ګواښلو او وهلو ټکولو سره مالونه ترې وړي.

موټر چلوونکی آرش وايي:«هېڅ امنیت نه لرو، چېرته تلای نه شوو، مال ښکته کوي، حتا د موټر چراغونه خلاصوي.»

بل موټر چلوونکی اصغر هم زیاتوي:«غلي دي چې وهل ټکل هم کوي او زموږ وسایل هم وړي. حتا تېل وباسي او پټوي یې.»

د هرات ځایي چارواکي وایي چې د افغان موټر چلوونکو دغه ستونزې یې له ایراني چارواکو سره شریکې کړې دي.

د هرات د ګمرک د رییس په وینا،په ایران کې له افغان موټر چلوونکو په ناقانونه توګه د پیسو اخیستل د منلو نه دي او ډېر ژر به دغه ستونزه حل کړي.

د هرات ګمرک رییس مهاجر فراهي څرګندوي:«دغه موردونه او په ناقانونه توګه د پیسو اخیستل مو په لیکلي بڼه ایراني چارواکو ته سپارلي دي او ویلي یې دي چې دا ستونزې څېړي او حل به یې کړي.»

خوا ایراني چارواکي ډاډ ورکوي چې د افغان موټر چلوونکو ستونزې څېړي او د دغه هېواد په خاوره کې په ناقونه توګه د هر ډول پیسو اخیستو او ځورونو مخه نیسي.
 
په هرات کې د ایران سرکنسول محمد صدیقي وايي:«ټول هغه شکایتونه چې له افغان وګړو او چلوونکو چې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو راکړې ورکړې په وده کې ازښتناک رول لري، ناوړه چلن څېړو او حقوقي تعقیبوو یې.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه