Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حنفي: خلک دې مالیه ورکړي؛ پیسې به یې حیف و میل نه شي

د رییس الوزرا دویم مرستیال د مالیاتو د اوونۍ په غونډه کې وايي چې په تېرو شلو کلونو کې د مالیاتو لسګونه مېلیونه ډالره عواید حیف و میل شوي دي. خو اوس په رڼه توګه دغه مالیات د مالیې وزارت ته سپارل کېږي.

عبدالسلام حنفي وايي چې ټول مالیه ورکوونکي باید خپل مالیات ورکړي چې په هېواد کې کړکېچونو ته رسېدنه وشي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاتوي چې په مخکیني حکومت کې د مالیاتو د راغونډولو په برخه کې پراخ فساد شتون درلود او د کال کابو ۹ مېلیارد ډالر د خلکو له مالیاتو اختلاس کېدل.

د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وايي:«پر هغو کسانو چې مالیه لازمه ده باید خپله مالیه په منظمه توګه ورکړي چې د تعلیمي ستونزو او د روغتیايي ستونزو د حل لپاره ولګول شي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم زیاتوي:«که چېرې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړو کولای شو اوسنۍ اقتصادي ستونزې ډېر ژر حل کړو.»

اخوا د مالیې وزارت له هېوادوالو غواړي چې خپل مالیات پر ټاکل شوي وخت وسپاري.

د دغه وزارت سرپرست ډاډ ورکوي، چې ټول راټول شوي مالیات به په رڼه توګه د هېواد د اقتصادي وضعیت پر ښه کېدو ولګول شي.
 
د مالیې وزارت سرپرست هدایت ‌الله بدري څرګندوي:«د افغانستان د مالیې وزارت د مالیاتي نظام او د اقتصادي پرمختګ او د بشري مرستو مدیریت په غاړه لري.»
 
د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رییس معراج محمد معراج هم وايي:«د دې لپاره د نړۍوالو مرستو ځان بسیا شو باید مالیات پوره او پر خپل وخت تحویل کړو.»

بلخوا د سرپرستې کابینې غړي هم په هېواد کې د اقتصادي کړکېچ د مخنیوي لپاره د مالیاتو راغونډول مهم ګڼي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي:«د خپل ملت برخلیک د مالیو له ورکړې سره تعیین کړئ. هغه کسان چې مستحق دي هغه کسان چې اړمن دي له هغوی سره مرسته کوو.»

د افغانستان د کسبګرو او هټۍوالو خونه له حکومته غواړي چې له کوچنیو کارو بارونو ملاتړ وکړي څو په دې توګه کورني عواید زیات شي.
 
د افغانستان د کسبګرو او هټۍوالو د خونې رییس نورالحق عمري وویل:«د یوې ټولنې اقتصادي بیخ بنسټ تشبثات په ځانګړې توګه کوچنۍ سوداګرۍ جوړوي.»

د مالیاتو اوونۍ، د مالیه ورکوونکو د پوهاوي د کچې د لوړېدو، د مالیاتو د ورکړې د کلتور د پیاوړتیا او په دې تړاو د عامه پوهې د کچې د لوړېدو په موخه هر کال لمانځل کېږي.
 
د مالیې وزارت له هېوادوالو غواړي چې خپل مالیات پر ټاکل شوي وخت وسپاري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه