Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنا مزي د تولید څلور کارخونې د بازار نشتوالي له کبله تړل شوي

د صنایعو او کانونو خونه وايي، د تېرو دریو میاشتو پر مهال په هېواد کې د برېښنا مزي «کېبل» د تولید څلور کارخونې د اوومه موادو د بیو لوړېدو او د بازار نشتوالي له کبله تړل شوې دي.

د دې خونې د مسوولانو په خبره، یو شمېر فعالې کارخونې هم له مالي ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې غړی یارمحمد وايي: «څلور شرکتونه په مستقیم ډول تړل شوي او علت یې دا دی چې د اوومه موادو بیه ډېره لوړه شوې، بانکونه تړل شوي او د خلکو پیسې په بانکونو کې بندې دي.»

که څه هم د صنایعو او کانونو خونه وايي، افغانستان د مزو او کېبل د تولید په برخه کې پر ځان بسیاینې ته نږدې شوی، خو هېواد ته ایراني او پاکستاني توکي رالېږدول کېږي چې ورسره کورنۍ کارخونې زیانمنې شوې دي.

د دې کارخونو له مسوولانو یو کس وايي، هره ورځ به یې دوه ټنه د برېښنا نری او پېړ مزی تولیدوه، خو اوس د دې تولید کچه صفر ته راښکته شوې او ماشیونه یې په ټپه ولاړ دي.

د فرید احمد په نوم د برېښنا مزي د تولید کارخونې مسوول وايي، د اوومه موادو د بیو لوړېدو او د بازار نشتوالي له کبله یې کارخونې بندې شوي او ټول کارکوونکې یې بې کاره دي.

نوموړی وايي: «زموږ کارخونه چې بنده شوې ورسره ټول تولیدات بند شوي، ټول کار مو خراب شوی دی.»

په افغانستان کې د کېبل او سیم د تولید ډېرې کارخونې په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار او پکیتا ولایتونو کې فعالیت لري. د دې کارخونې اوومه توکي له چین څخه رالېږدول کېږي او په ورځني ډول یې تولید یو ټن دی.

د رحمن په نوم د یوې کارخونې کارکوونکی وايي: «زموږ د تولید ډولونه ډېر دي، خو موږ په ورځني ډول دوه سوه بنډله تولیدولی شو.»

د صنایعو او کانونو خونې د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان په ورځ کې سل ټنه کېبل او مزي ته اړتیا لري او د هېواد کارخونې د دې کچې د تولید ظرفیت لري.

د صنایعو او کانونو خونه وايي، د برېښنا مزو «کېبل» د تولید څلور کارخونې د اوومه موادو د بیو لوړېدو او د بازار نشتوالي له کبله تړل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه