Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له مرکزي اسیا سره د افغانستان سوداګرۍ ډېره او پاکستان سره کمه شوې

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د معلوماتو له مخې، په روان هجري لمریز کال کې له مرکزي اسیا هېوادونو (تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره شوې، خو له پاکستان سره دا راکړه ورکړه کمه شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونه د دې مطلب په اړه زیاتوي، افغانستان سږ کال د مرکزي اسیا له درې هېوادونو سره د ۳۳ مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «سږ کال له مرکزي اسیا څخه زموږ واردات له دوه مېلیارډ (ډالرو) څخه زیات و.»

خو د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو تر منځ د تېر کال سوداګرۍ په اړه ارقام نه‌دي ورکړي.

ورته مهال د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه د دې هېوادونو تر منځ د سواګرۍ راکړې ورکړې د کموالي خبر ورکوي. د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس نقیب‌الله صافی وايي: «د دې یو څو لاملونه لري؛ یو دا دی چې په بندرونو کې د اموالو د لېږد په برخه کې ډېر مشکلات رامنځ‌ته کېږي، دویم دا چې د پاکستان په بانکي نظام کې د تجارت لپاره خنډونه وضع شوي. دا خنډونه او قیودات د دې لامل شوي چې پاکستان ته صادرات کم شي.»

بل‌پل مالیې وزارت وايي، د هېواد په شمال کې ګمرکي عایدات ډېر شوي. د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته، له مالونو ډک له اته زرو ډېر موټر له مرکزي اسیا څخه سویلي اسیا او سویلي اسیا نه مرکزي اسیا ته د افغانستان له خاورې تللي او راغلي چې موږ ترې ګڼ شمېر عاید تر لاسه کړي.»

د افغانستان او مرکزي اسیا تر منځ د راکړې ورکړې په اړه د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې سوداګرۍ مرستیال خیرالدین مایل وایي: «له مرکزي اسیا څخه افغانستان ته لېږد رالېږد تل د ریل پټلۍ له لارې شوې دی.»

د پوهنتون استاد حامد عزیز مجددي وايي: «نن افغانستان د نړۍ ټولو هېوادونو سره سوداګریزو اړیکو ته اړتیا لري، ځکه په دې سره عواید ډېرېږي او دا چاره تر ډېره بریده دولت پورې تړاو لري.»

د افغانستان-پاکستان ګډې سوداګریزې خونې معلوماتو کې راغلي چې د روان لمریز کال پر مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ په سوداګري کې ۲۶ سلنه کموالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اړتیا وړ توکي له نورو هېوادونو رالېږدوي.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونه وايي، سږ کال د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له کبله له نورو هېوادونو د وارداتو کچه کمه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه