Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: دکجکي بند د برېښنا د تولید ظرفیت به۱۵۰میګاواټو ته لوړ شي

د اسلامي امارت مسؤلین وايي، په دغه بند کې د برېښنا د تولید ظرفیت د لوړولو په موخه د کجکي برېښنا بند د بیارغونې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به د دغه بند د برېښنا د تولید ظرفیت ۱۵۰ میګاواټو ته لوړ شي.

دا مهال د کجکي بند پنځوس میګاواټه برېښنا تولیدوي او د دې بند د بیارغونې کار روان دی چې ظرفیت یې یو سل پنځوس میګاواټو ته لوړ شي.

د اسلامي امارت مسؤلین وايي، درییس الوزرا د لومړي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي پلاوي په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د کجکي برېښنا بند د غځولو لپاره دې لازمې اسانتیاوې ژر تر ژره برابرې شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل: "د کجکي بند لا هم تر کار لاندې دی. زموږ مالومات دادي چې ۹۰٪ کارونه یې بشپړ شوي، او موږ هیله لرو چې په د دغه بند کار به بشپړ شي."

په همدې حال کې دکندهار ولایت یو شمیر اوسیدونکي دکجکي دبریښنا بند دظرفیت د لوړیدو هرکلی کوي او په اسلامي امارت غږ کوي چې سویلي ولایتونو ته دوامداره بریښنا برابره کړي.

د کندهار اوسېدونکي شمس الله عمري وويل: "که د کجکي بند کار پيل شي، نو په کندهار او هلمند ولايتونو کې ډېره ښه ده، ځکه په دې ولايتونو کې برېښنا ډېره کمه ده."

بل خوا یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې د کجکي بند د ظرفیت لوړېدل به په کندهار او هلمند ولایتونو کې د برېښنا د کمښت ستونزه هواره کړي.

د برشنا پخواني مشر امان الله غالب وويل: "د برېښنا مزي چې له کجکي څخه کندهار ته رسېږي دوه سوه کيلومتره اوږدوالی لري او ظرفيت نه لري. د برشنا شرکت باید د دې لینونو ظرفیت لوړ کړي ترڅو د هغې بریښنا په سویلي ولایتونو کې وکارول شي."

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه