Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اقتصاد وزارت په پام کې لري چې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي

د اقتصاد وزارت وايي، په افغانستان کې د پانګونې د لېوالتیا په موخه ټولو کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو په موخه یې یوه نوې طرحه چمتو کړې ده.

د وزیر د مرستیال په وینا اوس سوداګر کولای شي له امنیتي اندېښنو پرته په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل: "موږ غواړو چې سوداګري له سیاسته لرې وي، خصوصي سکتور دې په سوداګرۍ کې فعاله او پیاوړی شي او د حکومت له خوا یې دې ملاتړ وشي. "

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال په پرتله اوس د هېواد واردات کم دي.

له بلې خوا د نادولتي موسسو د فعالیتونو د انسجام ریاست وايي، په دغه وزارت کې شاوخوا ۲۲۰۰ کورني او بهرني بنسټونه ثبت دي، چې له دې ډلې ۱۳۴ بنسټونو په هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته خپل فعالیت پیل کړی دی.

د نادولتي موسسو د همغږۍ مشر احسان الله وويل: "دا مهال ١٩١٥ کورني او ٢٦٢ بهرنۍ موسسې فعالې دي او کار کوي."

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ټینګار کوي چې د هېواد د کورنیو عایداتو د زیاتوالي په موخه یې یو شمېر پراختیايي پروژې په لاره اچولي دي.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب وویل: "پروژې ډیرې اغیزمنې دي، دندې رامنځته کوي او لوړ عایدات رامنځته کوي. هغه پروژې تحلیل کړې او داسې معیارونه یې ټاکلي چې د خلکو شمیر زیات کړي."

افغانستان تر ټولو زیاته سوداګري له ایران، پاکستان، چین او منځنۍ اسیا سره لري او اقتصاد پوهان په دې باور دي چې سیاستونه کله ناکله د کابل او اسلام اباد ترمنځ سوداګري تر سیوري لاندې راولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه