Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاپي پروژې د برخلیک په هکله ضد و نقیض رپوټونه

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د ټاپي پروژه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی دی.

د دغه وزارت سرپرست وایي، چې افغانستان د ټاپي پروژې د عملي کېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري او د مارچ په لسمه د ترکمنستان یو پلاوی کابل ته راځي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي:«موږ خو هېڅ ستونزه نه لرو موږ هڅه کوو چې ژر پيل شي موږ هېڅ نه پوهېږو چې دوی له کومې وجې وايي چې ځنډ دی او په افغانستان کې امنیت سل په سلو کې تامین دی.»

ورته مهال پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د انرژۍ وزارت د یوه جګپوړي چارواکي له خولې لیکلي دي،تر هغو چې اسلامي امارت ته د ملګرو ملتونو او د نړۍ د سترو اقتصادونو له لوري مشروعیت ورنه کړل شي، د ټاپي پروژې چارې به درېدلي وي. 

بل خوا د اقتصادي چارو ځينې شنونکي د هند او پاکستان ترمنځ سیمه ییز رقابتونه د ټاپي پروژې د ځنډېدو یو لامل ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خیرالدین مایل وویل:«د ټاپي پروژې ځنډ خصوصي سکټور او افغانستان خلک اندېښمن کړي دي.»

د ټاپي پروژې لومړني کارونه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال پېل شول. د دې پروژې پربنسټ، د ترکمنستان ګار د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدول کېږي او افغانستان به د ټرانزیټ پر حق سربېره د دې پروژې له ګازو هم ګټه پورته کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه