Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټرانزیټي موټرو پر ازاد تګ راتګ د کابل او اسلام اباد هوکړه

کابل او اسلام اباد د سوداګریزو او ټرانیزیټي موټرو پر ازاد تګ راتګ هوکړ کړې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې د دغې هوکړې پر بنسټ، د هېواد باروړنکي موټر د پاکستان ټولو ښآرونو ته د تګ راتګ اجازه به ولري.

د دغې هوکړې پر بنسټ، په کندهار او خوست کې د پاکستان کونسلګرۍ د افغانستان ترانزیتي موټرو ته یو موقت سند ورکوي او همداراز په پېښور او کوټه کې د افغانستان کونسلګرۍ هم همدا سند پاکستاني ټرانزیټي موټرو ته ورکوي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې اعلامیې له مخې، د روان زیږدیز کال د مارچ له یو ویشتمې وروسته د دواړو هېوادونو ټرانزیټي موټر په ازاده توګه دواړو خواو ته تګ راتګ کولای شي.

د افغانستان - پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس نقیب الله صافی څرګندوي:«د سوداګرۍ او د کسانو پر تګ راتګ هوکړې ته رسېدلي یوو او ډېر ژر به عملي کار پیل شي.»
         
د سوداګرۍ په چارو کې د پاکستان لومړي وزیر سلاکار عبدالرزاق داوود وايي:«دا یو تاریخي بدلون دی او ورسره به له افغانستانه، مرکزي اسیا او له هغې ور ها خوا د اړیکو او سوداګریزو چارو د پیاوړتیا لپاره یوه اوږده لار وي.»

یو شمېر سوداګر وايي، د دغې هوکړې له مخې، له پاکستان او نورو هېوادونو د سوداګریزو او ټرانزیټي توکو په لګښتونو کې کمښت راځي او ورسره به د توکو بیې هم راټيټې شي.

سوداګر زلمي عظیمي وویل:«تېر کې هغه توکي چې له کراچۍ څخه راتلل، جریمه کېدل چې سوداګر به زیانمنېدل او اوس له دغو څيزونو پرته توکي به وارد شي.»

د کابل د کانونو او صنایعو خونې اجرايي رییس محمد کریم عظیمي هم څرګندوي:«د خصوصي سکټور د تېرو شلو کلونو سوداګري ښیي چې پاکستان تل د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړې په ځانګړې توګه اقتصادي هوکړې نقض کړي او کله یې چې د هېواد په ګټه وي، عملي کړي.»

د دغې هوکړې پر بنسټ، افغان سوداګر کولای شي خپل ټرانزیټي سوداګریز توکي له شخصي کانټینرونو په استفادې د کراچۍ له بندره افغانستان ته راولېږدوي او همداراز پاکستان د دې اجازه ترلاسه کوي چې، خپل صادراتي سوداګریز توکي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته ولېږدوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه