د افغانستان د رېل پټلۍ اداره وايي چې د خواف - هرات د رېل پټلۍ کار به ډېر ژر د روزنک په سیمه کې پیل شي.
د دغې ادارې د رییس په وینا، د خواف - هرات رېل پتلۍ تم ځای د وروستیو تحولاتو په لړ کې ویجاړ شوی او بیارغونې ته اړتیا لري.
د نوموړي ادارې د معلوماتو پربنسټ له دغې لارې د سوداګرۍ پيل په لومړیتوب کې دی او تراوسه درې ځله د اسلامي امارت او ایران اسلامي جمهوري پلاویو له دغې لارې د توکو او مسافرو د لېږد په هکله خبرې اترې کړې دي.
د افغانستان د رېل پټلۍ د خپلواکې ادارې رییس بخت الرحمن شرافت وايي:«هغه بدلونونه چې رامنځته شول، هلته ځينې ستونزې رامنځته شوې. د غوریان ولسوالۍ په روزنک سیمه کې مو اشتېشن درلود، خراب شوی او د رېل پټلۍ بله برخه مراقبت ته اړتیا لري.»
د خواف - هرات د رېل پټلۍ درېیمه برخه د هرات له چاه سرخ سیمې نه پیلېږی او تر روزنک سیمې پورې دوام مومي، ټاکل شوې ده، دغه لار له مراقبت وروسته د توکو او مسافرو د لېږد پر مخ پرانیستل شي.
د اقتصاد وزارت وایي، چې دغه د رېل پټلۍ د هېواد د اقتصاد په غوړېدو کې مهم رول لري.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري څرګنده کړه:«رېل پټلۍ د اقتصاد په وده او پراختیا کې ډېر مهم رول لري له هغې ډلې د خواف - هرات د رېل پټلۍ کولای شي چې په لېږد رالېږد کې او اقتصادي راکړه ورکړه کړې د افغانستان د اقتصاد په وده کې ډاګیز رول ولوبوي.»
د هېواد د رېل پټلۍ د ادارې د معلوماتو له مخې، د خواف - هرات د اوسپنې پټلۍ ایران د افغانستان له لارې له چین سره وصلوي.
د اقتصادي چارو د ځینې شنونکو په وینا، دغه د رېل پټلۍ د هرات په صنعتي کېدو کې ځانګړی رول لري.
د اقتصادي چارو شنونکي حمیدالله یلاني وویل:«یو ښه غوراوی به دا وي چې د خواف - هرات د رېل پټلۍ د ایران اسلامي مجمهوري په مرسته او د اسلامي امارت له متقابلې همکارۍ سره بېرته جوړه شي.»
تر دې وړاندې د هېواد د رېل پټلۍ ادارې ویلي دي، چې ټاکل شوې ده، په راروانه زیږدیزه میاشت کې د رییس الوزرا لومړی مرستیال د مزار کابل او پېښور د رېل پټلۍ د کار د پېلېدو لپاره تاشکند ته سفر وکړي.
په دې اړه مو اندونه