Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ۱۴۰۰ کال کې د کانونو وزارت د نږدې ۸ مېلیارډ افغانۍ عاید

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، دې وزارت په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې نږدې ۸ مېلیارډه افغانۍ عایدات تر لاسه کړي.

د دې وزارت مسوولان زیاتوي، او‌س‌مهال ۱۱۳ کوچني او ستر شرکتونه د هېواد کانونو کېدنې برخه کې فعالیتونه کوي او اسلامي امارت د کانونو له کیندنې نږدې ۸ مېلیارډه افغانۍ عایدات تر لاسه کړې دي.

د کانونو او پټرولېم وزارت ویاند عصمت‌الله برهان وايي: «په تېرو شپږو میاشتو کې چې موږ څومره عواید تر لاسه کړي نږدې اووه مېلیارډه، اووه سوه اویا مېلیونه افغانۍ یانې نږدې اته مېلیارډ ډالرو ته رسېږي.»

ورته مهال د اسلامي امارت مرستیال ویاند ټینګار کوي روڼتیا او د کانونو غیر قانوني کېندلو مخوی هغه ستر علتونه دي چې د کانونو وزارت عایدات یې لوړ کړي.

د اسلامي امارت ویاند انعا‌م‌الله سیمنګانی وايي: «روڼتیا او د افغانستان کانونو ته جدي رسېدنه په تېره د کانونو سمه کېندنه هغه ستر لامونه دي چې د کانونو او پټرولیم وزارت عایدات یې لوړ کړي.»

بل‌خوا د اقتصادي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې په مسلکي ډول د کانونو استخراج د هېواد عواید لوړوي. د اقتصادي چارو کارپوه عبدالبصیر رښتیا په دې اړه وايي: « له نېکه مرغه په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته، د قانونو حاکمیت او د امنیت راتلل د دې لامل شوي چې د هېواد له کانونو د پخوا پرتله د حکومت عواید ډېر شي.»

د کابل د کانونو او صنایعو خونې اجرایوي رییس محمد کریم عظیمي وايي: «د هېواد صنعت‌کارانو ته د تیږې کانونو قراردادونو سپارل د دې لامل شوی چې د حکومت عواید د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له یو مېلیارډ څخه د کال دویمو شپږو میاشتو کې اووه یا اته مېلیارډ افغانو ته لوړ شي چې دا یو ښه زیر دی.»

بل‌ پلو د اقتصادي چارو ځينې شنونکي وایي، که د هېواد کانونه په قانوني توګه وکیندل شي، له یوې خوا به خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بل لوري به اقتصادي ستونزې هم اوارې شي.

بل‌خوا د اقتصادي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې په مسلکي ډول د کانونو استخراج د هېواد عواید لوړوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه