Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل ښار کې یو سوداګریز معیاري کمپلکس بیاجوړېږي

ټاکل شوې په کابل ښار کې د خیرخواه کمپلکس چې څلور کاله وړاندې سوځېدلی و، د نږدې ۳۳ مېلیون ډالرو په لګښت د عامه او خصوصي مشارکت د موډل پر بنسټ جوړ شي.

د خیرخواه مارکېټ مسوول وایي، دا مارکټ به تر دېرشو کلونو پورې په خصوصي سکټور پورې اړوند وي او تر هغې وروسته به یې ټول عواید په حکومت پورې اړوند وي.

د خیرخوا کمپلکس مسوول مختار شریفي وايي: «دېرش کاله زموږ اړوند دی او له دې وروسته، یې ټول عواید حکومت پورې اړه لري، خو د دې دېرشو کلونو په لړ کې هم دېرش سلنه عاید دولت ته ورکول کېږي.»

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونه وایي، حکومت باید د سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرکړي، څو سوداګر په هېواد کې دننه پانګه‌ونه وکړي.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې غړی خانجان الکوزی وايي: «پانګه‌وال دې کارخونې جوړې کړي او تولیدات دې ولري او چوپړتیاوې دې وړاندې کړي او خلک دې هم باید له کورنیو تولیداتو ګټنه وکړي.»

بل‌خوا کابل ښاروالي وایي،چې دوی په کابل مې بیلابیلې اقتصادي پروژې په پام کې لري. د کابل ښاروال عبدالرشید وايي: «اسلامي امارت هڅه کوي چې سوداګرو او خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.»

د دې مارکېټ تر زرو ډېرې هټۍ او الکټرونکي وسایل د ۱۳۹۷ کال په لړم میاشت کې وسوځېدل چې هټيوالو ته یې مېلیونونه ډالره زیان واړوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه