Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ریاست‌الوزا لومړي مرستیال د قشقري د نفتو کان پرانیسته

په سرپل ولایت کې د قشقري د نفتو څاګانې د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري پرانیستل شوې.

ملا عبدالغني برادر وايي، د قشقاري له کانه تر لاسه شوې پیسې به د هېواد په بېلابېلو برخو کې په بيارغونه ولګول شي.

د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني وايي: «موږ دلته راغلي یوو، د دې لپاره چې دغه پروژه افتتاح کړو، دا د ټول افانستان لپاره یوه بودیجه ده، یعنې دا بودیجه داسې نه‌کېږي چې له یوه لاسه څخه دې هر څه پوره کېږي.»

ورته مهال، د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د قشقري بلاک د نفتو لس څاه ګانې لري چې په ورځ کې یې د استخراج کچه تر ۲۰۰ ټنو پورې رسېږي. دمګړۍ په‌دې ځای کې د نفتو نهه څاه ګانې فعالې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وايي: «تر اوسه مو قرارداد نه‌دی کړی، اسلامي امارت به یې خپله استخراجوي.»

یو تن قومي مشر وايي: «زموږ ماسټر پلان تر اوسه نه‌دی پلی شوی، ډېری کسان راغلل او زورواکي یې وکړه او د سرپل د خلکو له نومه یې استفاده وکړه، خو موږ تر اوسه په‌خپل ځای پاتې یوو.»

د قشقري څاه ګانو د نفتو له استخراج سره سم به اسلامي امارت په ورځ کې تر ۱۵۰ زره ډالره عاید ولري.

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي، د هېواد له نفتي حوزو په ګټنې سره به افغانان د اقتصاد له اړخه ځان بسیاینې ته نږدې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه حمیدا‌لله یلاني وايي: «له شک پرته د داسې مشهورو پروژو پرانیستل چې کولای شي د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ زرو ډالرو پورې د افغانستان له اقتصاد سره مرسته وکړي او همدا راز په ورځ کې ۲۰۰ ټنه یا تر دې زیات تېل تولیدوي، د افغانستان خلکو ته به لویه هیله پیدا کړي.»

د نفتو د قشقري حوزې په ګډون د امو سیند نفتي حوزې قرارداد د چین د نفتو له ملي شرکت سره شوی، خو د قراردادي شرکت د نیمګړتیاوو له امله دا قرارداد بېرته فسخه شوی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه