Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ۱۴۰۰ کال کې د زعفرانو د حاصلاتو کمښت

د زعفرانو یو شمېر تولیدونکي وایي، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د زعفرانو حاصلات د تېرو کلونو پرتله کم شوي دي.

د زعفرانو تولیدونکی محمد اصغر وايي:«سږکال د تېر کال پرتله ۲۰ تر ۳۰ سلنې تولیدات کم وو، البته د ځينو لاملونو له امله لکه په هېواد کې د تحولاتو راتګ.»

بلخوا د زعفرانو ځينې صادرونکي له حکومته غواړي چې هغوی ته د زعفرانو د محصولاتو د صادراتو زمینه برابره کړي.

اخوا د زعفرانو یو شمېر پلورونکي وایي، چې د زعفرانو بیه د تېرو کلونو پرتله لوړه شوې ده.

د زعفرانو پلورنکې شبیتا امیدوار وايي:«تېر کال د زعفرانو بیه تر ۲۵ زرو راټيټه شوه، خو سږکال له سل تر یوسل و لس زرو پورته شوي دي.»

سوداګر وایي، چې د هوایي دهلیزونو له لارې د کارګو د منظمو پروازونو د نشتوالي له امله بهرنیو هېوادونو ته د زعفرانو صادرات کم شوي دي.
 
د زعفرانو پلورونکی ناصر عظیمي وویل:«موږ د نړۍ ۲۸ هېوادونو ته صادرات لرو. دم ګړۍ پر موږ ډېر بندیزونه لګېدلي دي، د صادراتو په برخه کې د الوتنو کموالی دی.»

د کرنې او اوبولګونې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په ۳۴ ولایتونو کې اته زره هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي.

د ولایتونو په منځ کې هرات د زعفرانو په تولید کې لومړی ځای لري او په دغه ولایت کې تولید شوي زعفران د ښه کیفیت له امله په نړۍوالو بازارونو کې هم ښه کیفیت لري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه